لیکوال: محمد فیصل، ۲۰۲۰، ۲۷ د مې
ژباړونکی: څېړندوی جلال الدین نجیم
ژباړونکی د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي غړی دی
په دې وروستیو کې پاکستان او چین د خپلو ډيپلوماټیکو اړيکو د پیلولو ۶۹ کاليزه په داسې حال کې ونمانځله چې د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاډ ورکړ چې د دغو دوو ملتونو ترمنځ ملګرتیا به د “فولاد” په څېر کلکه پاتې شي. له تېرو اوو لسیزو راهيسې د پاکستان او چین اړیکې ډېرې پیاوړې شوي، خو دغو اړيکو ته پدې وروستیو کې د امریکا د متحده ایالاتو اندېښنه پېداشوې ده او له دې سره یې له چین سره اړیکې د مخ پر زیاتېدونکې سیالۍ پړاو ته ننوتلي دي.
په دې وروستیو کې د سویلي آسیا د چارو یو مهم امریکایي کارپوه ډانیل مارکي د پالیسۍ په یوه نارسمي یادښت کې امریکایي پالیسي جوړونکو ته سپارښتنه کړې ده چې؛ د پاکستان او چین د پیاوړو اړیکو په نښه کولو لپاره پر نویو تګلارو (ستراتیژیو) غور وکړي، په ځانګړې توګه پر هغو لارو چې له مخې یې د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان اړیکې پیاوړې شي او پر سیمه ییز ټېکاو (ثبات) ټینګار وکړي. د دې کار په کولو سره نوموړي (مارکي) اوسنیو امریکایي چارواکو ته په واشنګټن کې د (Out_ of_ Box) نظریه وړاندې کړې، چې د پاکستان او چین په اړیکو نېوکې لري، په ځانګړې توګه هغه اړیکې چې د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز (CPEC) د پروژې په اړه موجودې دي.
دا یادښت د پاکستاني شنونکو او پالیسي جوړونکو د لوالتيا وړ ګرځېدلې، ځکه چې دغه یادښت د اسلام آباد او بېجنګ ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګونه د (CPEC) پروژې په تړاو په انتقادي بڼه تحلیلوي. د پاک ـ چین پر ځینو خوځښتونو باندې د اغېزو لپاره، متحده ایالاتو ته په کار ده چې د فکر کولو نوې لاره غوره کړي، چې د مارکي په نظر ډېر “د ستونزو حل” او لږ “ګواښونکی” وي. د نوموړي په نظر دغه سپارښتنه باید د پاک- متحده ایالاتو د اړیکو په ټولو برخو کې پلی شي، چې په سویلي آسیا کې د متحده ایالاتو د رول په اړه د ستراتیژیکو اختلافاتو او متقابل اعتماد د نه شتون له امله پېژندل شوی. په ورته وخت کې، په (CPEC) کې بدلونونو ته په کتو سربیره، په وروستيو کلونو کې د بېجنګ او اسلام آباد اړیکې ژورې شوي دي.
د امریکا د متحد ایالاتو ـ پاکستان پالیسۍ پراخېدل
په پاکستان کې د چین د مخ پر زیاتېدونکي رول په اړه د ډونالډ ټرمپ د ادارې د وروستیو مخالفتونو پر بنسټ د ښاغلي مارکي سپارښتنې په پراخه توګه چمتو شوي دي. د نوموړي له نظره که څه هم بېجنګ او اسلام آباد د خپل منځي پراخو اړیکو څخه بېلابېلې غوښتنې لري، خو دا به د اوږد مهال لپاره دوام وکړي. له همدې امله د متحده ایالاتو پالیسي جوړونکي اړتیا لري چې په پاکستان او سویلي آسیا کې د چین موجوديت ومني او له دغه هېواد سره د پاکستان د اړیکو په نظر کې نیولو سره د پاکستان په اړه خپله تګلاره وټاکي. د متحده ایالاتو د پالیسۍ جوړوونکو لپاره به په دې برخه کې یوه غوره ستراتیژي، د “صفر نه شتون” (غیر یو اړخیز) پالیسي وي، چې د متحده ایالاتو پالیسي جوړونکو ته به اجازه ورکړي چې په پراخه کچه د سیاسي او امنیتی مسئلو په اړه پاکستان سره معنی لرونکي اړیکو ته لاره چاره برابره کړی او د هند – پاکستان د بحران مدیریت او د افغانستان په ګډون د سیمه ایز ثبات په مسئلو کې له چین سره همکاري وکړي.
مارکي یادونه کوي چې دا کړنلاره به د متحده ایالاتو پالیسي جوړونکو ته اجازه ورکړي چې د چین – پاکستان په اړیکو کې د اوږدمهاله ستراتیژیکو تمرکزاتو ساتنه وکړي لکه: امنیتی همکارۍ، چې کولای شي بېجنګ ته په سویلي آسیا او منځني ختیځ کې د خپل قدرت ښودلو او د سیمې حرکتونو ته د بدلون ورکولو واک ښودنه وکړي.
د رقابتي اسبابو د استفادې مخنیوی
د مارکي د لیکنې لنډیز دا دی چې واشنګټن باید په پاکستان کې د چین مخ پر زیاتېدونکې نفوذ ته په کتو د لویو ځواکونو د مخامخ کېدو له سیالۍ څخه مخنیوی وکړي. تر ټولو مهمه دا چې که چېرې د امریکا د متحده ایالاتو او چین سیالي نړیواله شي، نو پاکستان به د آسیا د نورو هېوادونو په څېر په دې جیو پولیټیکه سیالۍ کې د چا لوری و نه نیسي، خو دا کار به د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو پخوانیو اړیکو ته زیان ورسوي، په ځانګړې توګه دا هغه مهال موږ ته ښه څرګندېدلی شي چې موږ په ۲۰۱۷ز.کال کې د سویلي آسیا لپاره د ټرمپ ستراتېژۍ ته وګورو چې له مخې یې له ترهګرۍ سره د ښې مبارزې د نه کولو له امله له پاکستان سره په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ ز.کلونو کې خپلې امنیتي مرستې و ځنډولې. له دې د مخه، دواړو د ترهګرۍ پرضد د جګړې په اړه نږدې له یو بل سره جګړه کړې وه.کله چې د امریکا د متحده ایالاتو او چین سیالي په سویلي آسیا کې بحث ته راځي، نو پاکستاني پالیسي جوړونکي په دې نظر دي چې امریکا متحده ایالات له هند سره زیاته مرسته کوي. د بېلګې په توګه په ۲۰۰۵ز.کال کې د د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملکي اټومي تړون لاسليکول او وروسته هند د (Indo-Pacific) ستراتیژۍ مهمه برخه ګرځول.
د چين په اړه د پاکستان پاليسي د دغه هېواد سره د همکاریو په پیاوړتیا ولاړه ده او دغو هېوادونو په بېلا بېلو برخو کې له يو بل سره همکاري کړې ده، لکه: په امنېتي او دفاعي برخه کې او د هوایي، ځمکني او سمندري ځواکونو ګډ نظامي تمرینونو په برخه کې. په داسې حال کې چې پاکستاني پالیسي جوړونکي په غیر قصدي توګه غواړي چې د لویو ځواکونو د سیالۍ له زیان څخه په ډېر احتیاط ځان وساتي، د امریکا متحده ايالاتو په پرتله له چین سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته ترجیح ورکړي. په دې برخه کې مهمه دا ده چې پاکستان له چین سره د خپلو اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی، په داسې حال کې چې له امریکا سره د سيالۍ اړخ لري. په اوږد مهال کې د پاکستاني پالیسي جوړونکو لپاره د پاکستان او چین اړیکې د سویلي آسیا په امنیتي فعالیت کې ثابتې پاتې دي. لکه څرنګه چې ښاغلي مارکي یادونه ترې کړې چې د پاکستان او چین په اړیکو کې ځینې هغه غوښتنې دي چې تر دامهاله پوره شوې نه دي او له ۲۰۱۸ ز. کال څخه تر ۲۰۲۰ز.کال پورې د دوي په اړیکو کې ځینې ډېپلوماټیک شاتګونه تر سترګو شوي، لکه: د (CPEC) د پروژې د کارونو ورو پر مخ تلل او د چین له لوري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا1267 گڼه پریکړې پر بنسټ په تور لېست کې د مسعود اظهر د شاملولو تائیدول د یادولو وړ دي.
خو له دې ټولو سره سره چین بیا هم پاکستان ته د ملاتړ وړاندیز کړی او له دغه هېواد سره یې د هند د هغو کارونو په بدل کې ستراتیژیکه همغږي زیاته کړې چې له مخې یې هند د ۲۰۱۹ز.کال په آګست میاشت کې په جمو کشمیر کې د دغې سیمې د خلکو ځانګړی حالت او امتیازات له منځه یوړول. که څه هم چې چین په خپله هم د لدک په سیمه کې د بدلونونو له امله اغېزمن شوی وو او د جمو کشمیر د اوضاع په اړه اندېښمن و، دا یوازې هغه وخت و چې اسلام اباد له بېجنګ څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنې ناسته را وبلله او د کشمیر په اړه یې پکې بحث وکړ. که څه هم چې دا غیر رسمي ناسته د پټو دروازو تر شا تر سره شوه، خو بیا یې هم د کشمیر د مسئلې په اړه د پاکستان دريځ، چې دا یو نړیواله مسئله ده پیاوړی کړ. دغه راز بېجنګ د ۲۰۲۰ ز.کال په لومړیو کې یو ځل بیا د کشمیر په اړه (د یوې نړیوالې مسئلې په توګه) ملاتړ وکړ. د پاکستان لپاره دا د بېجنګ یو مهم ملاتړ و، چې د واشنګټن له دريځ سره اړخ نه لګوي، ځکه چې وا شنګټن د بېجنګ په مقابل کې په دې اړه چوپ پاتې شو او د پاکستان د یوې ستراتیژیکې او مهمې مسئلې په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.
که څه هم چې چین د پاکستان په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه را وبلله، خو حقیقت دا دی چې اسلام آباد بېجنګ ته مخ اړولی، تر څو دا مسئله مهمه څرګنده شي او له بېجنګ سره ځینې مهمې ستراتیژۍ پورته یوسي. داسې ښکاري چې اسلام آباد په دې سیمه کې بېجنګ ته د یو مهم ملاتړي په سترګه ګوري، چې دا چاره بیا د واشنګټن لپاره دا فرصت له منځه وړي تر څو له چین سره په دې اړه برابري رامنځته کړي. د امریکا د متحده ایالاتو دا لیدلوری چې د چین او پاکستان په پراخو اړیکو سترګې پټوي او یا دا چې له چین سره په ګډه د هند او پاکستان د ناورین لپاره همکاري وکړي، دا هغه مسایل دي چې په خپله د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت او ملي دفاع ستراتيژیو له لورې محدود شوي او د چین چې یو تجدید طلب ځواک دی، پر دې ټینګار کوي چې د آسیا او پاسفیک (ختيځه آسیا) هېوادونو د دفاعي او اقتصادي ظرفیتونو د پورته وړلو له لارې له چین سره خپله برابري تأمین کړي.
که څه هم چې مارکي د تاکتیکي همکارۍ په توګه په سیمه کې د ناورینونو د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن او بېجنګ ترمنځ د مستقیمو خبرو وړاندیز کوي، خو بېجنګ له واشنګټن سره د داسې مسئلو په اړه خبرو کولو کې زړه نازړه ښکاري. دا د واشنګټن په پالیسیو کې د بدلون په اړه د بېجنګ د غبرګون له امله دی، چې د “Zero- sum Games” او “سړې جګړې ذهنیت” پرځای د یو بل “بنسټیزو ګټو او لوی اندیښنو” ته د درناوي غوښتنه کوي. لکه څرنګه چې د مارکي له لورې وړاندیز شوي، چې چین او د امریکا متحده ایالات باید د رقابتي اسبابو په اړه له احتیاط څخه کار واخلي، خو بیا هم د سیالۍ بنسټونه په خپل ځای کې د ډېرېدو په حال کې دي. د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې د هند او پاکستان د کړکیچ په مدیریت کې د بېجنګ او واشنګټن ترمنځ تاکتیکي همغږي لپاره ځای موجود دی. د اسلام آباد له نظره، بېجنګ ته د متحده ایالاتو په پرتله د دې ناورین د یو بی طرفه مدیر په سترګه کتل کیږي. د ۲۰۱۹ز.کال په فبروري میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ پرمهال، په داسې حال کې چې واشنګټن د هند د “خپل ځان د دفاع حق” ملاتړ وکړ، بېجنګ په بالاکوټ کې د هند له بمباریو وروسته د “خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا” د درناوي غوښته وکړه. که څه هم د پاکستان پالیسي جوړونکي له چین سره خپلې اړیکې ورو ورو ژورې کوي، خو په سویلي آسیا کې ستراتیژیکه سیالي د مخه د راپورته کېدو په حال کې ده.
دوه اړخیزې اړیکې؛ له CPEC ور اخوا
د مارکي له مهمو مشاهدو (انګېرنو) څخه دا دي، چې (CPEC) د چین او پاکستان د پراخو اړیکو یوازې یوه برخه ده. د (CPEC)په راتګ سره، د پالیسۍ ډېره برخه د (CPEC) لیدلوری څخه د چین او پاکستان په اړیکو کې د پرمختګونو پر تحلیل باندې راټول دی. حتی په پاکستان کې، (CPEC) اکثره وختونه له چین سره د اړیکو په اړه پالیسۍ او بحثونه تر سیوري لاندې را ولي.
د تېرو دوو کلونو شمېرې ښيي چې د (CPEC)پروژې کارونه د پاکستان د اقتصادي ناورینونو او ځینو نورو مسئلو: لکه په ۲۰۱۹ز.کال کې د هند او پاکستان د ناورین او داسې نورو له کبله شاته پاتې شوي دي. دا ناورین چې په کشمیر کې رامنځ ته شو او ورپسې جوخت د ډونالډ ټرمپ د ادارې ځینو رسمي چارواکو بیانیه صادره کړه، له دې سره بېجنګ او اسلام آباد نور هم یو بل ته ژمن پاتې شول او پخوانۍ دودیزې امنیتي او دفاعي اړیکې یې نورې هم ژورې شوې. دغه راز د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت د غوښتنو او ځینو نورو مسائلو: لکه: هند، کشمیر، افغانستان، له چین سره ستراتیژیک ګډون او له دغه هېواد سره د اقتصادي همکاریو پراختیا هغه څه و چې اسلام آباد یې له بېجنګ سره په بېلابېلو برخو کې همپالنې ته هڅولی و. په مقابل کې، واشنګټن د چین او پاکستان د دوه اړخیزو همکاریو پر وړاندې تاکید کوي او په سویلي آسیا کې د هند د پراخ رول غوښتنه کوي، همدارنگه د پاکستان په اړه د هند اندیښنو ته ډېر د اهمیت په سترګه ګوري. د پاکستان له نظره خورا مهمه دا ده چې په دې وروستیو میاشتو کې واشنګټن په کشمیر کې د نویو پرمختګونو په اړه له بې پرې دریځ څخه ډډه کړې ده.
آیا واشنګټن به په اوږد مهال کې په پاکستان کې اړونده پاتې شي؟ مارکي وړاندیز کوي چې د زده کړو، کډوالۍ او سوداګرۍ تخنیکي همکارۍ په برخو کې د اتصال ډیرول کولای شي واشنګټن ته فرصت ورکړي چې د چینایي نفوذ سره مبارزه وکړي. په هرصورت، د متحده ایالاتو سویلي آسیا اوسنۍ تګلارې ته په پام سره، د دفاع او امنیت همکارۍ له لارې د پاکستان په لور د تمایل احتمال نه لیدل کیږي. د چین سره ستراتیژیکې ګټې دا هېواد د پاکستان لپاره د اوږدې مودې ملګری کوي، مګر اسلام آباد بیا هم غواړي د داسې وضعیت مخنیوی وکړي چیرې چې د دواړو قدرتونو ترمنځ غوره کول وي. دا ټکی باید په پاکستان کې د چین د نوي رول او پخپله پاکستان سره د معاملې په برخه کې د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ لپاره لارښودي اصول وي.