پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسعودي د شاهي کورنۍ د ۲ غړو په ګډون ۶ دولتي چارواکي...

سعودي د شاهي کورنۍ د ۲ غړو په ګډون ۶ دولتي چارواکي د فساد په تورله دندې ګوښه کړل

تاند (سه شنبه، د سنبلې ۱۱) سعودي چارواکي وایي، چې تازه یې ۶ تنه د مالي فساد په تور له دندو ګوښه کړل او په کور یې کینول.

د سعودي پادشاه ملک سلمان وایي په یادو کسانو کې د شاهي کورنۍ ۲ غړي هم شامل دي.

په پاتې نورو غړو کې په يمن کې د سعودي پوځي ايتلاف مشر فحد بن ترکی او د هغه زوی عبدالعزيز بن فحد، چې د خپل پلار مرستيال و هم شامل دي.

دغه راز د ملک سلمان په حکم کې د سعودي د دفاع وزارت څلور نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي، چې په فساد او شکمنو مالي اړيکو لرلو تورن شوي دي.

په سعودي کې وروسته له هغې د فساد په تور اقدامات ګړندي شول کله ، چې د سعودي اوسنی وليعهد محمد بن سلمان واک ته ورسېده او د فساد د ختمېدو ژمنه یې وکړه.

په یاد هېواد کې تر دې وړاندې هم يو شمېر دولتي چارواکي او د شاهي کورنۍ غړي د مالي فساد په تور له دندو ګوښه او زنداني شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب