Homeخبرونهد هند پخوانی ولسمشر پراناب موکرجي د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

د هند پخوانی ولسمشر پراناب موکرجي د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۱) د هندوستان پخوانی ولسمشر پراناب موکرجي د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

هندي رسني وایي، چې نوموړي تېره ورځ د هند په یو روغتون کې ساه ورکړه.

راپورونه وایي، چې پراناب موکرجي د زړه په ناروغۍ اخته او درې ورځې په روغتون کې بستر و، چې د دوشنبې په ورځ په ۸۴ کلنۍ کې ومړ.

بل لورته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د نوموړي پرمړینه خواشینې ښودلې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې پراناب موکرجي د افغانستان له ښو ملګرو یاد کړی او ویلي، چې
د افغانستان په اړه یې ښه نیت درلود.

خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله لیکي: « زه په داسې حال کې، چې په دې لوی غم کې د هند له خلکو سره ځان شریک بولم، د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هند ولسمشر، لومړي وزیر، د هند خلکو او د پراناب موکرجي کورنۍ ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګندوم»

پراناب موکرجي په ۲۰۱۲ کال کې د هند ولسمشري کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...