جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ولسمشرټرمپ، اوبراین د بین الافغاني خبرو پر ژر پيل ټینګارکړی

د ولسمشرټرمپ، اوبراین د بین الافغاني خبرو پر ژر پيل ټینګارکړی

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۱) د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین له ولسمشرغني سره تلیفوني خبرې کړې دي.

راپورونه وایي، چې دواړه په دې اړیکه کې پر افغان سوله غږیدلي او اوبراین دبین الافغاني خبرو پر ژر پيل ټينګار کړی دی.

اوبراین همدا راز ټینګار کړی، چې امریکا د بین الافغاني خبرو ملاتړې ده او افغان حکومت ته په کار ده، چې په دې برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

د سپینې ماڼۍ دغه لوړپوړي چارواکي همدا راز زیاته کړې. چې امریکا د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده او اجازه به ور نه کړي څو دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.

سره له دې چې بین الافغاني خبرو پيل ته هیلې ډیرې دي خو لا یې هم د پيل کره نیټه نه ده معلومه او د بندیانو خلاصون د دې پروسې پر وړاندې خنډ یادیږي،.

خو تیره ورځ د افغانستان حکومت په کابل او کندهار کې د طالبانو ۵۵ نور بندیان خوشي کړل.

یاد  ۵۵ بندیان د هغو ۳۸۰ بندیانو په ډله کې شامل دي، چې طالبان یې د خلاصون غوښتونکي دي.

حکومتي سرچینو ویلي، چې له پلچرخي محبس څخه یې وړمه شپه ۴۷ بندیان خوشي شول، تر دې وړاندې نن ورځ د کندهار له محبسه ۸ طالب بندیان خوشي شول.

د هغوی په اړه ویل کېږي، چې د طالبانو قوماندانان دي او په اعدام محکوم شوي وو.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86-3/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب