جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: د سیاسي ګوندونو او طالبانو تر منځ د خبرو پر ځای...

حکمتیار: د سیاسي ګوندونو او طالبانو تر منځ د خبرو پر ځای او موقعیت هوکړه شوې

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۱مه: ګلبدین حکمتیار وايي سیاسي ګوندونو له طالبانو سره مخامخ خبرو ته وردانګلي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه تازه مرکه کې ویلي،ارګ د سولې په مسئله کې له یو شمېر مشخصو اړخونو سره مشوره نه ده کړې، نو له همدې کبله یو شمېر سیاسي ګوندونو له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي چې لومړنۍ هوکړي ته هم رسېدلي دي.

حکمتیار وايي، د سیاسي ګوندونو او طالبانو تر منځ آن د خبرو پر ځای او موقعیت هم هوکړه شوې چې چېرته باید تر سره شي.

دده په خبره طالبان هم پوهېږي، چې نظام صادق نه دی او باید د طالبانو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

نوموړي زیاته کړې، باور لري چې د حکومت له ادرسه له طالبانو سره سوله ناشونې ده، ځکه طالبان دا نظام نه مني او زیاتوي چې د حکومت تګلاره جګړه ییزه ده.

د حزب اسلامي مشر ټینګار کړی چې له شته نظام سره سوله ناممکنه ده او څوک چې غواړي دا نظام پاتې شي، نو د سولې په برخه کې دې صادقانه ګامونه واخلي.

ګلبدین حکمتیار دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې تېره ورځ د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې خبرو کې خپل غړیتوب رد کړ؛ خو وایي، په فردي توګه د سولې لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

3 COMMENTS

  1. آی اس آی د خپلو بړېڅو او لاسپوڅو په وسیله غواړي د سولې خبرې په یو او بل نوم سره ګډې وډې کړی . د ګل ګل میري او ډېرو قصابانو ترمنځ به د سولې امید هم لکه غوا چې مرداره شوه ، داسوله به هم د بینین سېوان او د ملګرو ملتونو منځګړیتوب د پلان په شان ناکامه شي . افغانستان به یوځل بیا د مختلفو قومونو او د پردیو د لاسپوڅو په منځ کې تقسیم ، ملک الطوایفي او مزاري را چرا دو موزني په سرنوشت دچار شي . ملي اردو به منحله او ټول تجهیزات به یې د پنجاب لاسته ورشي . کابل او نور ښارونه به په کنډوالو بدل او د مهاجرت لړۍ به پیل شي.
    اوس نو تصمیم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشرانو ، د قومونو او رښتینو افغاني ګوندونو د استازو او مشرانو په لاس کې دی .
    د یو واحد، سرلوړي اوخپلواک افغانستان په هیله

  2. دا ډېره خطرناکه دسیسه ده، چې طالبان له تنظیمونو سره خبرې وکړي. الله ته وګورئ، افغانستان مه تباه کوئ. باید یو واحد طرف له طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو د افغانستان په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي.

    سر باید یو وي، که مو سرونه سره ډېر کړل وطن مو د پردیو استخباراتو دسیسو ښکار کړ.

    حکمتیاره ستا د ۴۰ کلنو جګړو او سیاست پایله همدا شوه!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  3. ښاغلی حکمتیار صاحب بس ده نور دا نجومی او خیالی خبری پریږده. حکومت (حکومت جمع نور سیاسی مشران) او طالیبان خپلمنځی خبرو ته نیژدی شویدی. تاسو محترم لطفآ نور مزاهمت مکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب