جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهله جنسې اړیکو وېره| شرف الدین عظیمي

له جنسې اړیکو وېره| شرف الدین عظیمي

په سر کې غواړم ووایم چې دا مسئله ډېره ټولیزه نه ده او د ټولې نړۍ مېرمنې او نارینه هم له جنسې اړیکو نه وېرېږي، خو بدبختانه دا مسئله زموږ په نالوستې ټولنه کې بیخې ډېره شوې چې زموږ ډېری نالوستي هېوادوال ترې ځوریږي همدارنګه له جنسې اړیکې وېره یو غیرمنطقي ډار دی چې هېڅ بنسټ نه لري.

ښایي ددې موضوع په اړوند مو په ذهن کې ډېرې پوښتنې راولاړې شوي وي، هو له جنسې اړیکو وېره یوه معموله وېره ده چې په ډېری مېرمنو او نارینه وو کې لیدل کیږي، نو دا چې وېره ده اروایي ګډوډي یې بللی شو چې باید ژر تر ژره یې غم وخوړل شي کنه لرې نه ده چې ژوند به مو کمرنګه او له لوی کړکېچ سره مخ کړي.

یاده وېره په نارینه او مېرمنو کې په عیني کچه لیدل کیږي او کوم کمښت او ډېرښت نه لري خو ویل کیږی چې ډېری مېرمنې په دې ستونزه اخته دي.

که چېرې یاده وېره په وخت وپېژنو لاملونه یې پیدا کړو او له مینځه یې یوسو دا به مو د ژوند دغه اړخ تر ډېره بریده رنګین او ورغوي دلته یې ځینې لاملونه او حل لارې درته بیانوو.

په سر کې باید وویل شي چې  د درد احساس هغه که ذاتي وي عصبی یا اروایي د وېرې په مینځته راتګ کې ونډه لري ترخي تجربي، له نورو کسانو څخه د هغوی د ناروغو تجربو اوریدل، جهالت او ناپوهي د جنسې الې ستونزې (زخمونه لویوال او کوچینوالی) او د جنسې غړو میکروبي کېدل هم په انسانانو کې له جنسې اړیکو وېره مینځته راوړي چې په خپل وخت یې باید غم وخوړل شي.

د لومړۍ جنسې اړیکې له امله ذهني فشار او سترس هم وېره مینځته راوړي دا هغه وېره ده چې په ځینو کسانو کې د ناپوهۍ له امله پیدا کیږي او جنسې ژوند یې ګډوډ وي ددې په خاطر لومړی باید خپله لومړۍ اروایي ستونزه (سټرس) حل کړو تر څو مو وېره پخپله له مینځه لاړه شي.

طعنې او غوږ وهنې هم کولی شي یادې ستونزې مینځته راوړي دا چې نارینه او مېرمنې یا میندې او پلرونه یو بل ته وایي ته نه پوهېږې، ته یې نه شې کولی، ته خو پېغله نه یِې دا خبرې د مقابل لوري په ناخبره ذهن اغېز کوي او کله چې جنسې اړیکو ته نږدې کیږي یاده ستونزه مینځته راځي چې له یاد ډول محکومولو څخه باید په کلکه ډډه وشي.

ذاتي یا محیطي فوبیا داسې انګېرل چې کوم څه به راباندې وشي، له کلونو وروسته جنسې اړیکې نیول او د نورو کسانو له کیسو څخه اغېزمن کېدل هم وېره پیدا کولی شي.

کاری فشارونه داسې انګېرل چې دنده له لاسه ورنه کړم، تنخوا مې کمه نشي همدارنګه ډېر کار کول مو هم له جنسې اړیکو زړه توري کوي.

بله مسئله له ذهنی، جسمي او عادتي اړخه د نه پېژندل دي، په ذهن کې ناخبره وېره درلودل خپل او د مقابل لوري جسم نه پېژندل او د ځینو تل پاتي عادتونو درلودل هم له جنسي اړیکو وېره پیدا کوي.

ځینې مېرمنې له مور کېدو نه وېره لري له همدې امله جنسې اړیکې نه نیسي او همدارنګه ځینې کسان په دې اړه مطالعه او ارواپوه سره مشوره نه کوي.

تېرې بدې خاطرې هم له جنسې اړیکو نه په وېره کې پوره ونډه لري جنسې ځورونې او تېری، له جنسې اړیکو کرکه او نفرت پخپله د جنسې وېرې لامل ګرځی.

اروايي ستونزې او ناروغۍ هم په خپل وار سره له جنسې اړیکو وېره پیدا کوي اضطراب، پر ځان باور نه درلودل، وسواس او پنیک یا وېروونکې حملې مو هم په دې ستونزه اخته کولی شي.

په واده یا کوژدن پړاو کې جنګ جګړې یا تاوتریخوالي هم وېروونکي دي او په جنسې اړیکو باندې په یو ډول منفي اغېزه کوي.

ناسم باورونه ناسم ارزښتونه ناسم کلتور او جنسې محدودیتونه هم له جنسې اړیکو نه په وېره کې مهم رول لري.

د پخوانیو اړیکو د رسوا کېدو وېره؛ ځینې کسان په ځانګړې توګه نجونې ناسمه جنسې مخینه لري چې ډېر ځله وېریږي پخوانۍ اړیکې یې افشا نه شي له همدې امله جنسې اړیکې نه نیسي او وېره یې ورځ په ورځ ډېریږي.

پایله: باید وویل شي چې جنسې اړیکې د ژوند یوه ارزښتناکه برخه ده او باید د ځینو جزئي مسایلو له امله يې کمرنګه نه کړو نو د هرې ستونزې د مینځته راتګ په صورت کې لږ تر لږه د ستونزې په اړوند مطالعه وکړئ او که له یوه ارواپوه سره مشوره وکړئ دا خو به بیخې ښه وی بله مسئله دا ده چې له جنسې اړیکو وېره معمولي وېره ده خو اروایي ګډوډي هم ده که حل شي په ژوند کې به مو مثبت بدلونونه راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب