Homeخبرونهګرديز کې بريد د دوو بريدګرو په وژل کیدو پای ته ورسېد

ګرديز کې بريد د دوو بريدګرو په وژل کیدو پای ته ورسېد

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۱مه: نن سهار وختي د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د پولیسو د عامه ساتنې په ټولي چاودنه شوې او دوه ځانمرګي بریدګر ودانۍ ته ننوتي دي.

د پکتیا ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر شاوخوا لس دقیقو نښتې وروسته دواړه بریدګر د پولیسو له لوري وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي په دې برید کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي اوپینځه نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا وضعیت اوسمهال بېرته ښه شوی او سیمه د امنیتي ځواکونو په واک کې ده.

د برید مسؤلیت طالبانو منلی او د لسګونو سرتېرو د وژلو ادعا یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...