جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د اروزګان - کندهار لار ویجاړه کړې

طالبانو د اروزګان – کندهار لار ویجاړه کړې

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۰) وسله والو طالبانو د اروزګان – کندهار لویه لار، چې له ډېرو کلونو وروسته جوړه شوې وه، ویجاړه کړې ده.

شاهدان او امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو وړمه شپه د اروزګان – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اندلان سیمه کې سړک د تراکتور په وسیله ویجاړ کړی دی.

طالبانو تر دې وړاندې د غزني – پکتیکا لاره هم په بلډوزر او تراکتور ویجاړه کړې وه.

دا ډله تورنه ده چې سلګونه پلونه او پلچکونه یې په بمونو الوزولي دي.

خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې د عامه تاسیساتو ساتنه کوي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې طالبانو د اروزګان – کندهار ترمنځ موټرو ته اجازه نه ورکوله چې پر پاخه سړک تګ راتګ وکړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبان د دې لپاره له پاخه سړک سره مخالف دي چې ماینونه او بمونه پکې نه شي اېښودلی.

د دوی په باور له دې کاره د طالبانو بل هدف دا دی چې موټرچلوونکي د دوی تر کنټرول لاندې ساحو څخه تېر شي څو پیسې ورڅخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب