جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريپه جګړه کې د دښمن دوکه کول| جنرال دولت وزیري

په جګړه کې د دښمن دوکه کول| جنرال دولت وزیري

د دښمن د تېرایستلو لپاره له پخوا راهیسې له بېلابېلو لارو- چارو کار اخیستل کېږي، یو مهم اړخ یې رواني عملیات دي، چې په رواني لحاظ پر دښمن غلبه خپلېږي.

هوښیار حکومتونه د دښمن سترګې هم تیرباسي، هغه داسې چې د خپل ځواک اندازه یا هم کمه یا هم د اړتیا له مخې زیاته ښيي، چې دا د دښمن د غافل کولو یوه طریقه ګڼل کېږي. په دویمه نړیواله جګړه کې هم له دغو چلونو کار اخیستل شوی دی.

هر قدرت او واکمني د خپلې بقا لپاره له جګړې ډډه کولو او د اړتیا په صورت کې د جګړې د ګټلو هنر ته اړتیا لري.

هوښیار حکومتونه خپلې ستونزې بې له جګړې او په سوله ییزه توګه حلوي او په بېځایه سیمه ییزو یا هم نړیوالو شخړو کې ځان نه شریکوي، ځکه جګړه که هر څومره عادلانه وي د یوه ملت له پاره بې له ستونزو او بدمرغیو بل څه له ځانه سره نه لري.

افغانستان هم د جګړو تریخ خوند څکلی او له لسیزو راهیسې د جګړو زیانونه ګالي.

که چېرې یوه واکمني په جبرې توګه او یا په خپله خوښه جګړې ته ورکشول کېږي، په هغه صورت کې اړینه ده چې د جګړې د ګټلو له پاره خپل ټول مادي او معنوي وړتیا په کار واچوي.

اوږده جګړه چې د درنو لګښتونو او انساني تلفاتو سبب کېږي، هیڅکله د یوه هیواد په ګټه نه ده.

په اوږده جګړه کې میندې بورې کیږي او د هیواد زیربنايي بنسټونه له منځه ځي او له دې سره غل او ډاکو ته د فعالیت زمینه برابریږي، انارشي راځي، د قانون حاکمیت کمزوری کېږي، د مغرضو هېوادونو لاسوهنو ته زمینه برابرېږي.

د جګړې د ګټلو له پاره مخکې له دې چې یو حکومت جګړې ته ور داخل شي، يوې غښتلې اردو ته اړتیا ده. داسې یوه اردو چې په واقعي توګه ملي وي، په ښو، عصري او له غوښتنو سره سمو وسلو سمبال او ښه ښوونه او روزنه ولري.

تر دې مهم ټکی انګېزه، چې د جګړې په ګټلو کې مهم شرط دی. له دې ټولو سره، سره ښه ستراتیژي او فعال تکتیک د جګړې په ګټلو کې ستر او ډیر اساسي رول لري. له ټولو مهمه خبره چې نن ورباندې بحث کوو، د دښمن تیر ایستل دي، چې د جګړې د ګټلو له پاره فعال او اړین تکتیک ګڼل کیږي.

پوځي پوه تومو وايي:

«تر ډېره پورې د جګړې هنر پر دوکو ولاړ دی.»

نن سبا اکثر متخاصم هېوادونه په پوځي برخه کې د یو بل د تېرایستلو له هنره کار اخلي او له رسنیو هم په دې برخه کې د ځان په ګټه کار اخلي.

تومو وايي:

«کله چې ځواکمن یاست، ځان کمزوری وښیاست. کله چې نږدې یاست هغه کار وکړئ چې دښمن ګومان وکړي چې لیرې یاست او کله چې لیرې یاست داسې یو څه وکړي چې دښمن مو فکر وکړي چې نږدې یاست.»

په ډول ډول لارو چارو د دښمن پاملرنه ځان ته را واړوئ او دښمن مو په لومه کې راګیر کړئ. په دې ډول د سرتېرو د مرګ ژوبلې، نظامي-مالي ضایعاتو مخنیوی هم کولای شئ، پر بې نظمۍ تظاهر وکړئ او دښمن سم وټکوئ.

کله چې دښمن غښتلی وي جګړه مه ورسره کوئ او ځان ترې يوې ډډې ته کړئ. د دښمن قوماندان سرګردانه او اندیښمن کړئ.

تومو لیکي:

«که د دښمن قوماندان تندخویه او عصبي وي، په غوسه يې کړئ، داسې يې په غوسه کړئ چې فکر يې ګډوډ شي او قهریدلي، بې نقشې، بې سمې طرحې، بې فکره او ګنګس ستاسو پر خوا حرکت وکړي.»

تظاهر وکړئ چې په بد حالت کې یاست او په دې توګه د دښمن قوماندان تکبر او غرور ته وهڅوئ. تل دښمن بوخت وساتئ او ستومانه يې کړئ، تل يې بې خوبه او ستړی ستومانه وساتئ.

کله چې دښمن واحد او متحد وي، هغه و وېشئ او ټوټې ټوټې يې کړئ. د دښمن پر هغه ځای برید وکړي کوم چې جګړې ته چمتو نه وي او کله چې ستاسو د راتلو په فکر کې نه وي پرې ور ودانګئ.

پوځي پوه لي شوانګ هم په جګړه کې د دښمن دوکه کولو ته اجازه ورکوي او وايي:

«په جګړه کې ظاهري بې نظمي او ګډوډي د نظم له امله، ظاهري ډار او ویره د زړورتیا له امله، ظاهري کمزورتیا د ځواکمنۍ له امله د ښه او پر ځای تکتیک یوه برخه ده.»

د پوځي دکتورینو پوه هويت هسي په جګړه کې پر چل ول او د دښمن پر دوکه کولو ډېر ټینګار کاوه او د دښمن غولول يې د بري لامل ګڼلو او ویل به يي:

«کله چې مو یرغل کې ګټه وي یرغل وکړئ او کله مو چې مدافعه په ګټه وي له برید پرهیز وکړئ او فعاله مدافعه تاسیس کړئ.))

دا هرڅه د یوه ځیرک قوماندان په ځیرکتیا او درایت پورې اړه لري. داسې قوماندان چې په دغو باریکیو پوه وي او دا درک کړي چې د دښمن د تېرایستلو اقدام کله وکړي.

د دښمن د تیر ایستلو په هکله په غزاګانو او له کفارو سره په جګړو کې هم ټینګار شوی دی. د ږیرې رنګول به يې د دې له پاره کول، چې د دښمن په نظر ځوانان ښکاره شي.

د حکومت مخالف لوري هم کله ناکله له ځینو تکتیکونو کار اخلي، د ساري په توګه د ښځو په جامو کې د حملې او تخریب په نیت راوتل، چې دغه ډول کسان په وار- وار نیول شوي دي.

نن سبا هوښیار حکومتونه له ټولنیزو شبکو او نوې ټکنالوژۍ هم د دښمن د تېرایستلو او غافل کولو لپاره کار اخلي، خپل محدود تجهیزات زیات ښيي، زیات سرتېري کم ښيي، یا داسې ښيي چې اټومي یا نورې زهري وسلې لري، حال دا چې دا ډول پوځي تجهیزات به یې په واک کې نه وي، په دې ډول هڅه کوي مقابل لوری ګمراه کړي، یا هم په دښمن کې د بریالیتوب کاذب احساس پیدا کړي، چې دا د بریا لپاره لار لنډوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب