جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان حکومت ۵۵ طالب بندیان خوشي کړل

د افغانستان حکومت ۵۵ طالب بندیان خوشي کړل

تاند (دوشنبه، د نسبلې۱۰) د افغانستان حکومت نن په کابل او کندهار کې د طالبانو ۵۵ نور بندیان خوشي کړل.

دا ۵۵ بندیان د هغو ۳۸۰ بندیانو په ډله کې شامل دي چې طالبان یې د خلاصون غوښتونکي دي.

حکومتي سرچینې وايي چې له پلچرخي محبس څخه نن شپه ۴۷ بندیان خوشي شول، تر دې وړاندې نن ورځ د کندهار له محبسه ۸ طالب بندیان خوشي شول. د هغوی په اړه ویل کېږي چې د طالبانو قوماندانان دي او په اعدام محکوم شوي وو.

سرچینې وايي چې نن به په کابل او بګرام کې ټولټال ۱۰۰ طالب بندیان خوشي شي.

سرچینې زیاتوي چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې تر ورځې به له ۷ تنو پرته نور ټول طالب بندیان خوشي شي.

د دغو بندیانو تر خلاصون وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له باندینو چارو وزیر سره ټېلفوني خبرې وکړې.

فرانسه یو له هغو دوو هیوادونو څخه ده چې د ۷ تنو طالب بندیانو له خلاصون سره مخالفت کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت له طالبانو څخه د شاوخوا سلو کومانډو ځواکونو د خلاصون غوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. ډېر ښکلی خبر…..
    طالبانو ته هم پکار ده چې افغان کمانډو ځواکونه له اسارت څخه آزاد کړي او باور جوړونې ته کار وکړي.
    سوله لوی نعمت دی او موږ ترې بې برخې رب مو دې د دايمي سولې ارمان پوره کړي چې سخت ورته تږي يو، آمين.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان⁦??⁩

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب