جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې دوه پاکستاني جنګیالي وژل شوي

پکتیا کې دوه پاکستاني جنګیالي وژل شوي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۰: پکتیا کې دافغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې دوه پاکستاني جنګیالي وژل شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند حیات الله نظامي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتيا د ډنډپټان ولسوالۍ په مقبل دره کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې په ځوابي بريد کې دوه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند زیاتوي د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ګڼ نور داخلي او بهرني وسله وال ټپیان شوي دي.

د پکتیا امنیتي چارواکو په وار، وار ویلي، چې په دې ولایت کې ګڼ شمېر بهرني وسله وال د طالبانو په لیکو کې جنګېږي.

د نظامي په وینا په نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زيان ندی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. پر طالبانو غږ کوم چې نور جنګ ته د پای ټکی کېږدي او افغانان دې نه ځوروي او د خپلو ليکو څخه بايد بهرني جنګيالي وباسي پاکستاني مجاهدين بايد د پنجاب مرتد پوځ پر وړاندې جهاد وکړي، پاکستاني مجاهدين بايد د پنجاب انګريز نظام چې سراسر د اسلام سره مخالف دی دړې وړې کړي، ژوندی دې وي لوی افغانستان⁦??⁩

  2. دا مفسد مشران که کوز دی او که بر دي
    واړه غله دي د غلا په لوري سر دي
    یو هیرا منډۍ کې ناست دی قران لولي
    نور په ارګ کې له دنیا نه نا خبر دي
    نه طالب کې څه ایمان شته نه مفسد کې
    دواړه بد دي دواړه یو تر بل بدتر دي
    د جهاد او مقاومت انجام معلوم شو
    دا فساد او جهاد دواړه برابر دی
    کمونست خو مسلمان بی کلمې و
    مفسدین له کلمې پرته کافر دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب