جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونه"افغانستان په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د راستنولو لپاره پر...

“افغانستان په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د راستنولو لپاره پر یوه اوږدمهاله پلان کار پیل کړی”

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۰: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر نن په خپل دفتر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر سهیل محمود سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر سهیل محمود د سولې او پیوستون لپاره د دواړو ګاونډیو هېوادونو د عمل پلان په اونیزه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي اتمر په دغه ناسته کې کې وویل چې پاکستان باید د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه او همدې کرښې ته نږدې خپلسري تاسیسات ودروي.

سرچینه کاږي په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغان او پاکستاني چارواکو په دغه دوه اړخیزه لیدنه کې اتمر ویلي، چې افغانستان په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د راستنولو لپاره پر یو اوږدمهاله پلان کار پیل کړی دی.

اتمر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، پاکستان دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې دې نه بندوي.

په دغه تر سره شوې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سهیل محمود د افغانانو په مشري د سولې پروسې څخه ملاتړ کړی دی، او هیله یې ښودلې چې بین الافغاني خبرې ژر پیل او افغانستان ته تلپاتې سوله راشي.

1 COMMENT

  1. له منافقستان نه د افغان مهاجرو راستنول به له دغه ناځوانه هېواد سره زمونږ ستونزې 90 سلنه را کمې کړي . منافقستان به نور زمونږ مظلوم هېوادوال د خپل هېواد پرضد استعمال نشي کړای، د هغوی مغز مينځل به بند شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو د بېځایه تګ راتک مخه به ونیسي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب