Homeمقالېد ملانورالدین ترابی سپین غاښونه| مولوی ولی الله غزنوی 

د ملانورالدین ترابی سپین غاښونه| مولوی ولی الله غزنوی 

ملا نورالدین ترابي د طالبانو د پخواني رژیم د عدليې وزیر و
هغه یو وچ کلک کلیوال ملا و. کله چې طالبانو اسلامي امارت جوړ کړ، نوموړی د عدليې وزير وټاکل شو. د عدليې وزارت اهميت ته په کتو د ډېرو صلاحيتونو او اختياراتو په کارولو سره يې د خپلو افغانانو تحقیر او تعذیب پیل کړ.
یو ځل د خپل موټروان سره د وزارته راووت. په اریانا څلورلارې کې يې موټړ ودراوو. یوه میرمن يې په دې جرم ووهله چې ترابي يې مخ ليدلې و.
دویمه ورځ چې وزارت ته راغی د مجلس له پيل وړاندې يې رئيسانو او د مجلس ګډونوالو ته وویل: تاسو به پرون له يوې کابلۍ سره زما جنګ نه وي لیدلی؟
ترابي یو متشدد کلیوال ملا و، ډیرو نرم مزاجه طالبانو ترابي ته ”د امارت او عامو افغانانو د اړیکو خرابولو وزیر“لقب ورکړی و.
د طالبانو د سقوط نه وروسته ملا ترابي د پاکستان لخوا ونیول شو او بیا د ولسمشر کرزي په غوښتنه ازاد شو.
ملا ترابي د پاکستان له زندانه تر خلاصون وروسته بيا د پاکستان د جنرالانو یار شو او په کراچۍ ښار کې يې لنګر او مهمانخانه فعاله شوه.
ملا ترابي اخند په زندان کې د غاښونو د توریدو په مرض اخته شو او غاښونه یی دومره خراب شول چې اکثره به يې غاښونه په څادر پټول.
تېره میاشت کراچۍ کې د نوموړي کور کې مجلس ګرم و. یو مولوي صاحب ترابي ته وویل: ترابي صاحب دا غاښونه دې ډیر سپین کړي دي. دا کوم کریم استعمالوې؟.
ملا ترابي ورته وويل: د ای ایس ای کريم. په مجلس کی چوپتیا خپره شوه. ملا ترابي په خندا شو. ویل یو د ای ایس ای جنرال حسن ته مې ګیله وکړه چې بندي مو کړم او غاښونه مو را خراب کړل.
جنرال د پاکستان یو فوځي روغتون CMH ته معرفي کړم. هغوی غاښونه راجوړ او سپین کړل. مولوي صاحب نور هم په خندا شو ویل دا زما د ”ای ایس ای“ سپین غاښونه دي.
مجلس کی ناست بل د طالبانو وزیر ملا عباس اخند (عباس ستانکزی نه) وویل: والله ما هم د ای ایس ای لخوا څلور حجونه کړي دي. زه هم کله کله چاته ووایم حاجي ای ایس ای خبرې کوم.
مجلس ټول په خندا شو. ما د ځان سره وویل طالبانو چې غاښونه مو تور لینګیان در سپینوي او عبادتونه مو د پنجابیانو لخوا ترسره کیږي د افغانستان دې نو خدای حافظ او ناصر شي.

1 COMMENT

  1. غزنوی صاحب سلامونه.
    دا چه د ترابی غاښونه ایی،ایس،ایی سپین کړی ،نو خامخا یی د اره په شان تیره کړی هم دی،
    تر څو په دا تیرو غاښونو یو ځل بیا د زوریدلی ملت وداړی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...