جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهحکومت نن د طالبانو پاتې ۱۲۰ بندیان خوشې کوي

حکومت نن د طالبانو پاتې ۱۲۰ بندیان خوشې کوي

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۱۲مه: د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې پروسه پیل شوې ده.

د راپورونو له مخې حکومت په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو څه کم دوه سوه بندیان خوشې کړي دي او طالبانو یې په مقابل کې څلور کمانډو سرتېري ازاد کړي دي.

په سیمه کې خبریالانو ویلي چې د طالبانو بندیان په جلا جلا ډلو او په ځانګړو موټرو کې له زندان څخه ایستل شوي خو دقیق شمېر یې نه دی روښانه شوی.

په همدې حال کې یو شمېر سرچینې وايي، د بندیانو د تبادلې پروسه شروع شوې او ښايي په همدې ورځو کې بشپړه او ورسره جوښت بین الافغاني خبرې پیل شي.

بلخوا د سولې په چارو کې ددولت وزارت وایي د سولې خبرو د پیل لپاره تر بل هر وخت اوس ښه زمینه برابره شوې ده او دمګړی د افغان پلاوي د لېږلو پر لوجستیکي چارو بوخت دي.

ددغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د افغانستان حکومت د طالب زندانیانو د خلاصون په اړه ټول خنډونه له منځه وړي او تمه لري چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي.

که څه هم د افغانستان حکومت او طالبانو په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو ځینيو رسنیو خبر ورکړی چې نن چهارشنبه حکومت د طالبانو د پاتې بندیانو له ډلې ۱۲۰ هغه یې خوشې کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون په یوه ټويټ پیغام کې ویلي: «د بندیانو د تبادلې بحث پیل شوی دی او ښه پرمخ ځي. د دې بهیر له بشپړېدو وروسته، د مذاکراتو د پیل لپاره به زمینه برابره شي.»

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت ویلي وو چې د طالبانو په پاتې ۴۰۰ بندیانو کې ځیني یې خطرناک کسان دي چې نړیوال یې له خوشې کېدو سره موافقه نه کوي.

1 COMMENT

  1. موږ او تاسې خو ډېر افغانی خبرو ته سترګې پر لار یو. خو والله که خوند تر واخلئ
    طالب به یوه خبره کوي او هغه دا چې حکومت را پرېږدئ؟ اول به دا ځېني ځېنې چیغې ووهي
    بیا طالبان ورته وايي ځه له تاسې سره حساب نه کوو او ښايي په دروغو وعده ورکړي چې چوکۍ درکوو.
    بس همدا د خپلې چوکۍ په ارمان د حکومت او نظام پښې وهي وهي وهي او داسې به دا لړۍ راونه وي
    ترڅو ګډوډي رامنځ ته او نظام سقوط شي او بیا آی اس آی وی او نور استخبارات.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب