Homeخبرونهچین د سرحدي سرغړونو په تړاو هند ته خبرداری ورکړی

چین د سرحدي سرغړونو په تړاو هند ته خبرداری ورکړی

تاند( چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د چین د بهرنیو چارو زوارت وایي، چې په دې وروستیو ورځو کې هندي ځواکونه هغو سیمو ته اوښتي، چې د چین ارضي تمامیت ګڼل کېږي.

چینایيي چارواکو پر هند غږ کړی، چې له ورته پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.

په هند کې د چین سفارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هند دا ډول کارونه د تاوتریخوالي د کمښت او اړیکو د ښه کولو د روحیې پر ضد دي.

سرچینې ویلي ښه به وي، چې هندي پوځیان له ورته اقداماتو لاس په سر شي.

چین ویلي که هند له دې کارونو لاس وانخلي نو د چینايي پوځ له سخت غبرګون سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم په سرحدي سیمو د هند او چین ترمنځ ناندرۍ ولاړې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...