جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالې پردۍ ارادې، خپلي تلوسې| عبدالکریم حقانیار

 پردۍ ارادې، خپلي تلوسې| عبدالکریم حقانیار

د شاهي نظام په وروستیو کې د نوزیږدې ډیموکراسۍ تر نامراده وزر لاندي ځنیي نابلد ذهنيتونه را وټوکیدل. د څه فهمو او پوهنتوني خونګرمو زڼیو په ککریو کې د پردیو ایډئولوژیو د پالني فکري تړاوونه را څرګند شو. و پاړسي ته را ژباړل شوېو نظریو نور هم کړاند کړل. سره منسجم شول. چپي افسرانو په پوځي کودتا لاس پوري کړ. ځیني نامانوس شعارونه وپنځيدل. افغاني ارزښتونه يې په بلشویک (bolshevik = большевик) مزاجه سوسیالیستي رفتارونو وننګول. ټولنه یې په ظالم و مظلوم، دوست او دوښمن سره وویشله.ـ ژور حساسیتونه را وپاریدل.

د پرَدي فکر و باور پالونکو سیاسي ډلوـ سلطه طلبو مخکښانو د خپل سرزوري طبیعت د اقتضا له مخي د تساهل پر ځای تصادم ته مخه کړه. دوه متضاد صفونه را منځته شول. د روبل و ډالر اربابانو د افغانانو په ټاټوبي کې د جګړې د پرمخ بیولو وسایل و فضایل ورته چمتو کړل. هیواد مو د سړې جګړې په غیږ کې د نړیوالو استخباراتي بازیو او جهاني قدرتونو تر منځ د یلغار په ډګر بدل شو.

د مخکینۍ میلادي پیړۍ ورستیو لسیزو کې، د ساړه جنګ نړیوالو لوبغاړو ـ استخباراتي ادارو له خوا پر افغان خاوره و نیابتي جګړې ته موظف شوي هیڅ سیاسي لیډر یا د ګوند و محاذ لوړ پوړي مامور یې، پر وطن د دې لویې بلا د نازِليدلو او په ګرداب کې د لاهو کیدلو کره لاملونه نیغ په نیغ په ګوته نه کړل. له وطن سره یې د خپل حزب، حرکت یا جماعت، د جفا و خطا غش ته ګوته ونه نیوله. خپله ملامتیا یې ونه منله؛ نه یي د زبرځواکو د مدعا او تعدا پټې موخې په زغرده و ملت ته بیان کړې.

ورپسې د روانې پیړۍ له پیله پر وطن د راتپل شوې شر و یرغل کورنیو عاملینو او لوړ رتبه سپاهیانو له بهرنیو جاسوسي شبکو سره د پټ نیت او کردار رازونه افشا نه کړل. نه یې هم له اهریمنو پوځي و اوپراتیفي ادارو سره د تعامل و تقابل تسلسل په رښتیني ډَول بیان کړ.

له دواړو یرغلونو سره مرستندویو او د ګاوندیانو له جاسوسي شبکو سره همکارو څیرو اوس د خپل عمر زیاته برخه خوړلې ده. زیاترو سرغندویانو یې ناویلې خبري له ځان سره ګور ته یووړې. که د پېښو له پټو رازونو واقف کسان خپلي مشاهدې و خاطرې په رښتینې توګه ثبت نه کړي، راتلونکي نسلونه به مو د اړوندو لسیزو د نا خلاصو غوټو په را سپړلو کې د حقیقت موندني په پار خامخا له فهمي و استنباطي تکلیف او سراسیمَګي سره مخامخ شي.

البته د ګوتو په شمېر کسانو که کومه خبره تر خولې ایستلې، څه یې کښلي او یایې لیکنې خپرې شوې دي؛ غالباً جانبداره، د خپل ځان او خپلي ډلي د بري الذمه ښوولو (absolve) په نیت وې. نورو ملتونو پر افغان خاوره له تپل شویو جګړو ډېر څه زده کړل. د قلم و نظر خاوندانو یې تحلیلي مقالې او رسالې ولیکلې. د جګړو په اور سوځیدلی افغانستان یې له خپل لیدلوري (opinion) پکې انځور کړ.

د وسلوالو/سیاسي ډلو ترمنځ انډوخر، روسي و امریکایې یرغل او د افغانانو د وسلوال مقاومت په هکله د عام ولس، څه فهمو او یو شمېر خبیرو هیوادوالو اندونه او د رسنیو په کچه ساړه و تاوده بحثونه د غوایي د اولي پوځي کودتا همځولي دي. وروستۍ دوې لسیزي خو تر بل هروخت ښه په درز کې روان دي. له روانو مباحثو څخه سکڼلي تعبېرونه را ښیي، چې زیات شمېر لوستي کسان، د نظر خاوندان او سیاسیون لاهم د سړې جګړې په اغیز کې ښکېل دي. له ځکه د ناقص استنباط و استنتاج له مخي هنوز هم خپله واوره د نورو پر بام ورغورځوي!

یوه برخه پوهنتون لوستي د رواني فاجعې د رټلو لپاره د نوي فکر او ملي ستراتیژیک لیدلوري د رامنځته کولو پر ځای، لاهم په لوی لاس نفاق و شقاق ته لمن وهي. د خپل فراکسیوني (fractional) تفکر، قوم، ژبي یا هم سمت پالني تر شعار لاندي خپلي وړې موخي مخته وړي. ګڼ شمیر لوستي ځوانان مو د مړو کالبدونو او ژوندیو شهرت طلبو افرادو پر ستایلو او رټلو بوخت کړل شوي دي. په ورځنیو غیرمترقبه (unexpected) معمولي حوادثو باندي د فیسبوک و ټویټر ترکچي د موافقو او مخالفو کمنټونو په کښلو اکتفا کوي. په یوویشتمه پیړۍ کې د فارغ التحصیلانو تر رسالت ټیټ دغه ډول کردار د تامل وړ، مایوسانه او خورا دردوونکی دی.

ځني سیاسي «کارپوهان» د خپل فکري تمرکز د ضعف له وجي یا د خپلي استدعا و ادعا له بابته د ورځي په نرخ د راډیو تلویزیون په څپو و پردو کې خولې خلاصي کړي. په خبره یې زبرځواکي او سپین سترګي ګاونډیان مو سیاسي موجدیت (political existence) نه شي زغملی… د پلار ونیکه له وخته لا دښمني راسره پالي!

بالفرض که یاده دعوا ومنله هم شي، ایا څه فهمو افغانانو په تیرو څلور نیمو لسیزو کې دې ته غاړه ایښې، چې د سر له کوپړيو د زنده باد و مرده باد شور و تاو ورَټي. ګریوانو ته سر ټیټ کړي. په سړو ماغزو منصفانه قضاوت وکړي؛ رښتیا هم سړي خوړونکې جګړه، د پردیو له خوا بالکل د خپلو له ارادې وتلوسې پرته راباندي وتپل شوه. یا د محدودو سیاسي ډلو، بې هوشه او پرجوشه زڼیو او پرَدۍ ایډئولوژي پالوـ عقده منو ښاري سیاست بازانو د خودخواهي، واک طلبي، لنډ فکري او د ګرد خوب وړي افغان ولس له بې پروایي لکه خپسکه را باندي پرېوته.

ایا نابللې میلمنې په رښتیا هم زموږ پر بېوزلي و غیرتي ولس زړه بایللی، غواړي له همدي کنډکپرهیواد او په وینو لړلیو ولسونو سره کوڅۍ سپینې کړي؟ که یا، دا له جګړې سره د قدرت پالو تکنوکراتانو، په جګړه روږدیو جګړه مارانو او د فساد په بستر کې پړسیدلیو ملیونرانو پټه مینه او زړه راښکون دی چې پکې ښکېل کړي یې یو. له خپله ټاټوبې یې نه شو رټلای!

دمګړۍ له سیکولره تر بنیادګره، له امیره تر فقیره، له زاړه بیا تر واړه ټول په یوه غږ وایو؛ روانه جګړه مو په تاوان ده. سلګونه زره ځوانان يې را څخه وخوړل. پیغلي یې کونډي کړې، میندي یې رنډې کړې. کورونه – کاریزونه یې را وران کړل. مسجدونه، ښوونځی او روغتونونه یې را وسوځول. پلونه ـ ښارونه یې را ونړول. اجباري کډوالیو ته یې اړ کړو. د قومې نفاق بیګانه بزغلي یې و کرل. فقر، نیستۍ او بلا بې عزتۍ یې راپه برخه کړې. ښایسته افغانستان یې را پرهر پرهر کړ.

ددې ټولو بدمرغیو سره سره لاهم د تصادفي اماتورو سیاستوالو، سیاسي لنډغرو، حکومتي مفسدو او تازه دمو «ټامې» واکمنو په مغزوکې، د هوش کور بېځایه جوش تالا کړی دی. له خیراته بود شوي زرې لنډکروزر یا هایلکس موټر ځان ورڅخه ورک کړی دی. له ځکه ملي ګټي تر ځان ساتني و پرَدي پالني قربانوي. د جګړې و ریښو ته اوبه ورکوي او په لوی لاس د افغانانو د ژوند و ژواک د هیلو رمې په له لیري راغلیو او را څیرمه لیوانو داړي.

حاکمي ډلي ته پکار و، چې د وینو داري بندي کړي. ځوانان د مرګ له کومي وژغوري. ټیکاو، سیاسي پلورالیزم، اقتصادي بسیاینه، قضایې عدالت، ملي یووالی او د باوري سولي فضا را منځته کړي؛ له غاصبینو، جګړه مارانو او چوکۍ پالو قومي ټیکه دارانو سره یې د قدرت د امتداد په غرض و مرض د معاملې و مبادلې لاره عقلاني نه ښکاري.

نور هیوادونه داقتصادي ښیرازي و بسیایني په لور د خپلو خلکو د خوَلو او مغزو په کچ کې لار لنډوي. ورځ تر بلي یې د میشتو ولسونو د ژوند و ژواک په ټولو برخو کې د پرمختګ څرک لیدل کیږي. لیکن زموږ په ښارونو کې د سمنټي هسکو دیوالونو تر شا پټ عیاش او مفسد حاکمان، ورسره مست و سرټمبه جګړه ماران له دوو لسیزو راپدېخوا د زیار کښو افغانانو په هیواد کې (د ۱۳۲ ملیارده ډالرو او ۱۴ ملیارډه یورو بهرنیو مرستو سره سره) نفقه و اذوقه د نورو ملتونو له مالیې څخه پوره کوي. په ځاني بې باوري کې دومره کېخوتي چې د زبرځواک له ډالري امداد پرته د یوه سرلوړي ملت پایښت ورته ناشونی ښکاري.

تردې ورهاخوا له ستر پانګوال هیواد څخه ـ جګړه پال دېو په داسي حال کې پر وطن راپریووت، چې د سره ښامار له سره پوځ سره د ولسونو د لس کلني جګړي ژو‌ر ټپونه لا ټکور شوي نه وو. د قطبي خرس په لکۍ پوري تړلې پکول شاهي په غوبل کې زیاتره ملي او ولسي شتمني تالانګرو لیوانو تالا ترغه کړې وه. طالبي حاکمیت ته ور میراث شوي کنډکپر افغانستان کې، اقتصادي ناورین خولې لګولې. اقتصادي ستونزي او مدني ازرده ګۍ کمي نه وې، خو د ولسونو مال و ناموس په امن کې وو، نه مو په اوسنۍ کچه د مخدره موادو معتادین در لوده او نه هم له فقر او لوږي سره لاس و ګریوان کونډي او یتیمان.

امریکایي پوځ په ګرمو اوبوکې د پښو پرېمنځلو برنامه نه درلوده. په ظاهره د خپل عرب الاصله (پخواني ملګري) مدعي د مهارکولو یا چختاړي کولو په پلمه زموږ پر خاوره را ښکېلووت. د نورو ترڅنګ يې د خپلوهمګټو انډیوالانو له پوځونو څخه هم په کموپلاژ (camouflage) یونیفرم ملبس خروړي عسکر په اشر را وستل. تر څو خپل ناروا یرغل د مرستي او خواخوږۍ په خُم کې و رنګوي. هر ډول چې زبرځواک د افغانانو په کور، کلي و ښار کې غپل؛ په هماغه انداز کې کورنیو لنډفکره جګړه مارانو، پرَدي پالو عقده یي و هوسي انډیوالانو یې ورپسي ترَپل!

د سرو لښکرو د یرغل او تیښتي له ترخو تجربو سره سره، د عسکري بلوک په کچه په څه پوه فرصت و منصب طلبه تکنوکراتان، څو خرواره متعصب مقاومتیان او یو ټولی د لینین و ستالین د واهي مکتب پخواني رزمندګان د چوکۍ او روپۍ لپاره د سرمایه پال نظام له اجیرو لښکرو سره خپل او له خپلو ولسونو سره دوښمن شول.

د افغانستان و غمیزي ته ځیر کنجکاو نړیوال ولسونه لا هم هک پک دي، چې د میلمه پالني له حدودو سره پوره بلد افغان ولسي کهول، القاعده خېل د څه په وجه د کور منځته ننه ایستل. ولي یې تر خپلي کمبلي زیات د پښو غځولو موقع ورکړه. د شر وفساد او د میخونو له خاوندانو څخه د افغان ولس د «نجات پرښتې» یا تور پاجي و سپین پاجي ځوانان د خپل عرب میلمه د کوم احسان پوروړي وو؛ چې په نړۍ کې د سترو اقتصادي، سیاسي او پوځي ظرفیتونو څخه بهره مند، نیواکګر ایلیت (elite) و ښکرو ته سپر شي. دولتي حاکمیت وبایلي. ان د بمونو د مور (GBU-43/B Massive Ordnance Air Blast, 9840 kg ) تر کچی خپله خاوره او ولس د باروتو په لمبو کې لولپه کړي. د وطن د مور ټکری د متکبر یرغلګر د تاړاک په نتیجه کې ریښکۍ ریښکۍ شي. سلګونه زره دنګي دنګي ځوانۍ او کږې وږې بګړۍ و نړیږي.

د خټین بنیادم په ذهن کې پوښتنه را ولټیږي چې له ښامارانوسره ډغري وهل یوازي افغانانو په ټېکه اخستې. ګواکې دانور ملتونه ګرده په بې غیرتۍ کې ساه باسي. که یا، دا په افغان خاوره کې د عقده منو سلطه طلبو سیاست بازانو، مفسدو چارواکو؛ سیاسي نا بالغو مشرانو بې ملاحظه کړنو او خرمستیو کفاره ده چې له څلورو لسیزو را پدېخوا یې لویه برخه متوقع و محافظه کار لوستي قشر، بې تفاوت و خوشباوره ولسونه او ور لاندي بې ژبي ځمکنی کالبُد غاړه باسي!

بله پوښتنه دا چې ایا د نړۍ په ۱۹۵هیوادونو کې بل داسي ملت هم سته چې ټول د ملک د ابادۍ لپاره یوډول فکري طرز ولري اویا دي خیالي و سلیقوي توپیر په کې نه وي؟ په نورو ملکونو کې پوزیشن (position) او اپوزیسیون (opposition) د واک ویشلو پر سر توپ و ټوپک ته لاس نه غځوي. سیاسي واکمن د مخالف نظر خاوندان نه پانسۍ کوي. و جېل ته یې نه ټیلوهي. د خپلو خلکو کورونه د اجیرو اجنبیانو په خروړو سپیو او سړیو نه تلاشي کوي. د ښځو او ماشومانو مخي ته، د کور د نارینه وو سرونه په تورو خولیو ( بالاکلاوا / balaclava) کې نه پیچي. داسي کړني غیرت نه بلکې تر سپین سترګې او بېغیرتې هم ذلیلي انګیري!

دا ځکه چې هلته هم د واک و دبدبې وږي او هم پاک و ریښتیني ولسي خدمتګاران دا مني چې ولسونو ته د ملک د ښیرازۍ و ابادۍ لپاره بیلابېل بدیلونه وړاندي کیږي. اول خپل خلک قانع کوي. بیا د زور و زرو له کاروني ماسیوا د باور رایه ورڅخه خپلوي، چوپړ ورته وهي. هیواد ته شر نه راوړي، بلواکي نه مني. له ولسه د خولې ګوله نه غلاکوي، فساد نه زغمي. په نره خپلي ملي ګټي دسترګو د کسي په څېر له ضرره او خطَره بچ ساتي.

احیاناً که په کوم هیواد کې کورنی خوابدون را منځته شوی هم دی، خامخا پردۍ پیسه و وسله پکې ویشله شوې ده. یا د سیاسي مشرتابه د لنډفکري په وجه، لا ځاني ګټو ته د هغوی د وفادارۍ له برکته، اړوند ملک سره له خپلو وګړو د جګړو اور ته ور ټېل وهل شوی دی، په ترڅ کې یې مغرضو ګاونډيانو او زبرځواکو د خپلو ګټو لومه ورته ایښې ده.

خوهلته بیدارو ولسونو غږ پورته کړی او ځیرکو روڼاندو یې د توطیو و دسیسو مخي ته خپلي سینې سپر کړې دي. خپل هیواد یې پر وخت له خطره بچ کړی دی. دا چې وطني و ملي ګټو ته وفادارو افغانانو، ولي ونه شوای کولای له هماغه اولني څرکه لا د توطیو او دسیسو مخه ډب کړي، ځانګړي بحث ته اړتیا لري. خو د خاموش اکثریت د بې غورۍ یا کم وسۍ له وجي روانه جګړه لا هم شپه و ورځ د افغانانو سرونه ریبي. پر پنځمه لسیزه ور ګډه شوې او ښه په زور کې ده.

 

دمګړۍ قراین و علایم ښیي چې د نړۍ ستر زبرځواک او ورسره خطاوتي یاران یې د بیلابيلو لاملونو په وجه له افغان مقاومت سره له جګړي ستومانه شوي دي. د زیاتره ملکونو پوځیان واردمخه لا پخپله مخه تللي. سرغنه یې د وطنپالو افغانانو، واقعبین امریکايي ولس او ازادي پلوو نړیوالو ولسونو کرکي او نارضایتي ته ورپام شوي. لځکه ځان ته د خټو د پزي په جوړولو کې سرګردان دی. غواړي د ۲۰۲۱ میلادي کال د می تر میاشتي پوځي یرغل پای ته ورسوي. که یو موټ مفسدینو او جګړه پالو اوبه نه وای خړي کړې، وتل یې د ۲۰۱۴ کال په پای کې هم ممکن وو.

 

له ښه مرغه نن بیا د سولي بې ساري فرصت د افغان کهول د دروازې مخي ته ګونډه وهلې. ټول افغان ملت په تیره افغان منورین، ملي مبارزین او ملي ګټو ته ژمن سیاستوال یووار بیا له یوه بل تاریخي ازمایښت سره مخامخ دي. سولي ته لیوالو ملي و بین المللي هڅو په کابل او واشنګټن کې جګړه ییز ذهنیت له یوې مخي رټلی دی. سپین سترګي جګړه پال یې پیژندلي او کونج ته کړي یې دي. نن وي که سبا سلیم عقل او ملي اراده به بری مومې.

په دریغ سره داسي ښکاري چې د قدرت پر ګدۍ ناست قلیل المزاجه فرصت طلب حاکمان، پروني «ویاړلی جاسوسان»، د شر و فساد پالونکې ډلې ټپلې د خپل حریص و شریر کرکټر له مخي د ناموجه پلمو، مکرر سبوتاژ او ناروا بُن بست په مټ د خپل نامشروع دولتي موقف د پالني او خونديتابه په پار، لاهم د هیوادنۍ سولي د خفک کولو په موخه د جګړې پر غځولو او د ملت پر ستوني د چړې کښولو تکل لري.

بېله شکه د وطنپالو منورینو، دیني عالمانو، ملي مبارزینو او ژمنو سیاسي سټو لپاره دمنلو او زغملو نه دي. که یې مخه ډب نه شي ممکن روانه نیابتي جګړه به نوې ناموجه پلمې پیداکړي. د ۹۰ یمو میلادي کلونو تر تنظیمي و ګِلم جمي جګړو به یو په دوه بربادونکې اوافغان وژونکې و اوسي. د وروڼو قومونو وحدت او د خاوري بشپړتیا ته به مو جدې ګواښ پیښ کړي. له سولي سره تربګني – له وطن او خلکو سره د دوښمني په معنا ده.

له دې کبله تر بل هروخت اړینه ده چې ټول پر هیواد او سوله مین افغانان، په تيره بیا هغوی چې د قلم چلولو یا ژبی کارولو جوګه دي، د ټوپکواکۍ خلاف دریز څرګند کړي. تر څو جګړه پال ذهنیت او حیثیت لا نور تجرید شي. د نړیوالو ضمانتونو ترسیوري لاندې د پراخ بین الافغاني تفاهم و توافق په ترڅ کې داسي اسلامي، افغاني او ملي هوکړه تر سره شي، چې خروړې افغان وژونکې او قومندان پالونکې جګړه و دریږي. ټیکاو را منځته شي. ازادي ټول ټاکني ترسره شي. ګران هیواد مو له شر و فساده پاک ـ خبیر، هوډمن، ځیرک دولتي مشر تابه څښتن شي. هیله مې داده چې ښایسته سوله پر بدرنګه جګړې بری و مومې. بیا هیڅکله پردۍ روپۍ و مرمۍ د افغانانو ترمنځ د کرغیړني جګړې او پردي پالني موجب ونه ګرځي. یا د نامتو شاعر درویش دراني په قول:

چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دي د وطن اخیري جنګ شي

ستوکهلم، سویډن
کال ۲۰۲۰ میلادي، د اګست یودیرشتمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب