Homeخبرونهننګرهار کې د ۵ پاکستانیانو په ګډون د طالبانو د سرې قطعې...

ننګرهار کې د ۵ پاکستانیانو په ګډون د طالبانو د سرې قطعې ۲۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي د دې ولایت، شېرزادو ولسوالۍ په دوبندۍ او شرلال خېلو سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

خوږیاڼی زیاتوي د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د ۵ پاکستاني اتباعو په ګډون ۱۶ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره په دې بریدونو کې د وسله والو طالبانو یو عراده ډاډسن او یو کرولا موټر هم له منځه وړل شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي د یادو نښتو پر مهال یو امنیتي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....