دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد سولې وزارت: اوس دې طالبان د سولې په برخه کې ریښتینولي...

د سولې وزارت: اوس دې طالبان د سولې په برخه کې ریښتینولي وښیي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د افغان سولې په چارو کې ددولت وزارت ویانده وایي، چې تر بل هر وخته د سولې خبرو پیل لپاره ښه زمینه برابره ده.

د یاد وزارت ویاندې ناجیه انوري زیاتوي، چې دوی تر بل هر وخت د بین الافغاني خبرو پيل ته نږدې شوي او دمګړی د افغان پلاوي د لېږلو پر لوجستیکي چارو بوخت دي.

د انوري په خبره افغان حکومت له خپل لوري د طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه ټول خنډونه له منځه وړي او په خبره یې اوس تمه ده، چې ژر بین الافغاني خبرې پيل شي.

نوموړې د خبرو د پیل دقیقه نېټه ونه ښوده، خو د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ځینو غړو رسنیو ته ویلي، چې ښايي په دوه یا درېیو ورځو کې افغان پلاوی دوحې ته لاړ شي.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیلېدل د زندانیانو تر خوشي کولو پورې ځنډول شوي وو، چې اوس دا لړۍ پیل شوې ده او ښایي ژر بشپړه شي.

افغان ولس هم هیله لري، چې ژر به د سولې خبرې پیل او افغان وژنه به بنده شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب