دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ملي روغې جوړې عالي شورا: مذاکره کوونکي پلاوي دوحې ته د...

د ملي روغې جوړې عالي شورا: مذاکره کوونکي پلاوي دوحې ته د سفر لپاره پوره تیاری نیولی

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۱۲مه: افغان حکومت وايي د سولې په برخه کې د دوی له خوا ټول پراته خنډونه له منځه لرې شوي دي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره ټول خنډونه له منځه وړل شوي دي.

ښاغلي خوځون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، مذاکره کوونکي پلاوي دوحې ته د سفر لپاره پوره تیاری نیولی او ټاکل شوې ډېر ژر بین الافغاني خبرې په دوحه کې پیل شي.

د خوځون په خبره د بندیانو د تبادلې بهیر به ډېر ژر پای ته ورسېږي.

تر دې وړاندې نوموړي ویلي وو د بندیانو د تبادلې بحث پیل شوی او زیاته کړې ده چې ددې لړۍ له بشپړېدو وروسته به د مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې ځیني رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو له پاتې ۳۲۰ بندیانو شاوخوا ۲۰۰ هغه یې خوشې شوي او پاتې نور به د نن ورځې تر پایه خوشې شي.

https://taand.net/%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d9%86%d9%86-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d8%a7%d8%aa%db%90-%db%b1%db%b2%db%b0-%d8%aa%d9%86%d9%87-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86-%d8%ae/

د خوشې شویو طالب بندیانو د خلاصونو په هکله تر اوسه حکومت او طالبانو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. تیاری خو مو وختی لا نیولی خدای دی وکړی چی خالی لاس را ونه ګرزی او شخصی ګټی مو یو طرف ته پریږدی او داوړه غاړی ددی مظلوم اوولس په حال زړه وسوځوی او آخرت مو په نظر کښی ونیسی. او که ریښتونی سوله تاسو داوړه غاړو راوسته انشاالله د افغانستان په تاریخ کښی به مو نوم په زرینو کرښو ولیکل سی او د محشر د ورځی اجر به هم ستاسی خپل وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب