Homeخبرونهطالبانو کندز کې یوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې

طالبانو کندز کې یوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۱۲مه: د کندز پولیس په دې ولایت کې د طالبانو لخوا د یوې ښځینه پولیسې افسرې د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت اکبري وايي، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د کندز ښار په شوره خاک ساحه کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي هجرت په خبره د صالحې په نوم دې پولیسې افسرې ددغه ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې دنده تر سره کوله چې طالبانو تېره ورځ ناوخته وژلې ده.

مېرمن صالحې ۴۵ کاله عمر درلود او د پینځو اولادونو مور وه.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې تر دې وړاندې هم طالبانو څو ښځینه پولیسې د غزني په شمول په څو ولایتونو کې وژلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....