تاند – مسي لوښي د تودوخې د چټک او یوشان لېږد له امله د پخلي لپاره غوره ګڼل کېږي، خو علمي څېړنې ښيي چې د روغتیا له پلوه یې ګټه او زیان دواړه د کارولو له طریقې سره تړاو لري.
مس د وینې د نویو رګونو په جوړېدو کې مرسته کوي، د بدن د معافیتي سیستم ملاتړ کوي او بدن د ازادو راډیکالونو پر وړاندې ساتي. ازاد راډیکالونه هغه بېثباته مالیکولونه دي چې یو الکترون یې نیمګړی وي او د هغه د بشپړولو لپاره پر سالمو حجرو برید کوي.
د ۲۰۲۵ کال یوې څېړنې ښودلې، هغه کسان چې په خپل غذایي رژیم کې یې د مسو اندازه لوړه وي، د زړه له ناروغیو سره اړوندې روغتیايي ستونزې پکې لږې لیدل کېږي، په ځانګړي ډول په هغو کسانو کې چې د وینې لوړ فشار لري.
مس د میکروبونو ضد ځانګړتیا هم لري او کولای شي له خپلې سطحې ډېر ډول باکتریاوې او ځینې ویروسونه له منځه یوسي یا غیرفعاله کړي. له همدې امله، په روغتونونو کې د دروازو لاستي، طبي وسایل او ځینې نور تجهیزات له مسو یا مس لرونکو الیاژونو څخه جوړېږي.
د متخصصانو په وینا، د انسان بدن لږ مقدار مسو ته اړتیا لري، خو که مس په زیاته اندازه خوړو ته داخل شي، د مسمومیت، د ځیګر او عصبي سیستم د زیان خطر رامنځته کوي. له همدې امله، ننني مسي لوښي عموماً د قلعي یا سټیل په محافظتي پوښ پوښل کېږي، څو مس له خوړو سره مستقیم تماس ونه لري.
که د لوښي داخلي پوښ خراب، داغ شوی یا له منځه تللی وي، په ځانګړي ډول له ترشو او اسیدي خوړو لکه رومي بانجڼ، سرکې او لیمو سره د مسو تعامل ډېرېږي او مس خوړو ته لېږدول کېږي، چې روغتیا ته زیان رسوي.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې:
- یوازې دې هغه مسي لوښي وکارول شي چې داخلي محافظتي پوښ یې سالم وي.
- ترش او اسیدي خواړه پکې پاخه نه شي او ونه ساتل شي.
- که قلعي پوښ زیانمن شي، باید بېرته قلعي کړل شي یا تر ترمیم مخکې ونه کارول شي.
د راپور پایله دا ده چې مسي لوښي د پخلي د کیفیت له پلوه غوره دي، خو دا ادعا چې په خپله د روغتیا لپاره ځانګړې ګټې لري، علمي شواهد یې نه تأییدوي. خوندي استعمال یې په مناسب محافظتي پوښ او سمې ساتنې پورې تړلی دی.