Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه کابل کې د معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون په ۱۰ میلیون ډالري قراردادونو...

په کابل کې د معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون په ۱۰ میلیون ډالري قراردادونو پای ته ورسېد

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۸ مه) د کابل د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو لومړی پنځه ورځنی نندارتون د شاوخوا ۳۰ قراردادونو او تفاهم‌لیکونو په لاسلیک، چې ټول ارزښت یې ۱۰ میلیونه ډالره و، پای ته ورسېد. د نندارتون د پای په مراسمو کې چارواکو د مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډیجیټلي حکومتولۍ او نوې ټکنالوژۍ د کارونې په اړه خبرې وکړې.

دا نندارتون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په نوښت د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی و.

د وزارت د چارواکو په وینا، په نندارتون کې شاوخوا ۲۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو ګډون کړی و او کابو ۱۵۰ زره کسان یې نندارې ته ورغلل.

د مراسمو په څنډه کې د مخابراتو وزارت د «راکړو ورکړو د لارښود آنلاین سیستم» هم پرانیست.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پای په مراسمو کې وویل، د مصنوعي ځیرکتیا کارول، د ډیجیټلي حکومتولۍ پراختیا، د مخابراتي خدمتونو ښه کول او د معلوماتو امنیت د دولتي ادارو چارې اغېزمنولی شي.

هغه زیاته کړه، افغانستان باید «د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې» له نوې ټکنالوژۍ څخه د شفافیت د زیاتوالي او د خدماتو د ښه والي لپاره ګټه واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مجیب‌الرحمن شیرزاد وویل، په هېواد کې سوداګري او پانګونه لا هم په دودیز ډول پر مخ وړل کېږي او د سیمې او نړۍ په بازارونو کې د سیالۍ لپاره د نوې ټکنالوژۍ کارول اړین دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال عبدالحکیم حیدر وویل، د ټکنالوژۍ پراختیا باید د اسلامي احکامو او ارزښتونو سره برابره وي.

هغه وویل: «که د شرعي اخلاقو پر وړاندې لوېدیځ اخلاق ځای ونیسي، موږ یې نه منو.»

 د مخابراتو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمدامین جان عمري وویل، دغه وزارت به د پانګونې د جلب او د ټکنالوژۍ د ودې لپاره ورته نور نندارتونونه هم جوړ کړي.

دا نندارتون ۵ ورځې د لیدونکو پر مخ پرانیستی و.

1 COMMENT

  1. په جمهوریت کی یوځلموټی له ډیر وخت وروسته له اروپا راستون شوی وو یو مشر ورته په ټوکه وویل چی هلکه د خنزیر غوښه خوبه دی نه دوی خوړلی ځلمی په خندا شو ویی ویل غوښه ډیره قیمت وی مونږ به یواځی شوروا خوړله د عدلیی وزارت مسلکی معین صاحب هم هغه شان خبره کړی ده غوښه ی نه خوری خو شوروا یی خیر دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...