تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۸ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، که څوک یې مني یا یې نه مني، د هېواد اوسنی حکومتي او اداري نظام نور له کاره لوېدلی او د هېواد د ښه مدیریت لپاره د نویو اداري واحدونو او نویو صوبو جوړول د وخت اړتیا ده.
هغه د پنجشنبې په ورځ د پاکستان اقتصادي سرمشریزې ۲۰۲۶ ته په وینا کې وویل، د نویو صوبو او اداري اصلاحاتو په څېر مهمې ملي پرېکړې باید د سیاسي ګوندونو د پراخې سلا مشورې او ملي اجماع له لارې وشي، نه یوازې په کنفرانسونو او سیمینارونو کې. د ده په وینا، سیاسي مشران باید تر هغو د خبرو مېز پرې نه ږدي، چې پر مهمو ملي اصلاحاتو هوکړې ته ورسېږي.
محسن نقوي زیاته کړه، پاکستان له کلونو راهیسې د پورونو او د بودجو له کسر سره مخامخ دی، خو د هېواد بنسټیزې ستونزې نه دي حل شوي. هغه وویل، د واک او اداري صلاحیتونو غیرمتمرکزول، د نویو اداري واحدونو رامنځته کول او د سیمهییزې استازولۍ پیاوړتیا کولی شي د حکومتولۍ کیفیت ښه کړي او د نوو مشرانو د راڅرګندېدو زمینه برابره کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز د ځوانانو د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل، د پاکستان ځوانان لنډمهاله مرستو ته اړتیا نه لري، بلکې د وړتیا پر بنسټ د کار فرصتونه او عادلانه نظام غواړي. هغه د سوداګرۍ له ټولنې هم وغوښتل چې د اداري اصلاحاتو او ښه حکومتولۍ په برخه کې خپل ملاتړ وکړي.
محسن نقوي دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې په پاکستان کې د نویو صوبو د جوړېدو بحثونه یو ځل بیا تاوده شوي او بېلابېلو سیاسي ګوندونو هم په دې اړه بېلابېل دریځونه خپل کړي دي.