جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو هېواد ته د افغان کډوالو د ستنیدو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو هېواد ته د افغان کډوالو د ستنیدو غوښتنه کړې

تاند: ( پنجشنبه، د دلوې ۲۷مه)  د طالبانو اداره وایي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ UNHCR مرستیال رؤوف مازو، د یوه پلاوي په مشرۍ د دوی د بهرنیو چارو وزیر مولوي اميرخان متقي سره کتلي دي.

د متقي دفتر وایي، چې په دې لیدنه کې نوموړي وویل:((عموما کډوال هغه وخت هیواد ته ستنیږي چې جګړه نه وي او اقتصاد وضعیت ښه وي، له نېکه مرغه اوس جګړه ختمه شوې خو د اقتصاد په برخه کې د امریکا له لورې اقتصادي بندیزونه او د افغانانو شتمنۍ کنګلول ددې بهیر د ټکني کېدو لامل ګرځېدلي دي.))

متقي هیله وښوده چې له هیواد څخه بهر د افغان مهاجرینو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.

د طالبانو په اعلامیه کې ادعا شوې، چې مازو افغانستان خوندي ګڼلی او ویلي په کار ده چې کډوال خپلو سیمو او بانډو ته ستانه شي.

د طالبانو اعلامیه د نوموړي له قوله لیکي:(( په تېر یوه کال کې زیات شمیر کډوال هیواد ته راستانه شوي،چې د هغوی له جملې له ۶۰ زره کډوالو سره زموږ مرستې ترسره شوې دي، همدا راز د روان کال لپاره اراده لرو چې په اړمنو سیمو کې ۳۵ مکتبونه، ۲۰ کلینکونه، ۵۰۰۰ کورونه جوړ او ۵۰ زره کسانو ته د کوچنیو قرضونو د ورکړي اسانتیاوې رامنځ ته کړو.))

طالبانو د ملګرو ملتونو د دغه مقام له قوله په داسې مهال دا ادعا کړې، چې په نورو راپورونو کې ورځ تربلې له افغانستانه ورځ تر بلې د سلګونه تنو د وتو د هڅو خبرونه ورکول کیږي.

1 COMMENT

  1. که ملګری ملتو وویل چي امن دی پوسی چي نور جنګ ختم دی یوازی ملل متحد اوملګری ملتونه دي چي ملکو ته جنګونه وروړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب