جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف وزیر: په ټول هېواد کې د امنیت تامینولو هڅې...

د امر بالمعروف وزیر: په ټول هېواد کې د امنیت تامینولو هڅې کوو

تاند: ( پنجشنبه، د دلوې ۲۷مه) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي افغانستان لپاره د اروپا د سولې انسټیټیوټ مشر ماريان زومبیلو او د یاد انسټیټیوټ مشاور فرانسوا ګوتاما سره لیدلي.

په دې لیدنه کې شېخ خالد د اروپا د سولې انسټیټیوټ هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې امنیت په جنګ نه بلکې په سوله راتلی شي او دوی په ټول توان سره هڅه کوي، چې د هېوادوالو امنیت تامین او په سوله ییزه فضا کې ورته د ژوند کول زمینه برابره کړي.

حنفي دغه راز زیاته کړې؛ افغانستان کې امنیت د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی، نړیوالو ته پکار ده چې په دې هېواد که د شته امنیت د لا ټینګښت لپاره همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې تر دې مهاله له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې ۴۹۱ افغان شخصیتونه هېواده ته راستانه شوي او د د دوی د رهبر له عمومي بښنې وروسته ټولو هېوادوالو ته په یوه سترګه کتل کېږي او امنیت یې تامین دی.

په دې لیدنه کې د اروپا د سولې انسټیټیوټ استازو په افغانستان کې راغلی سرتاسري امنیت ستایلی او د دې هېواد د راپورته کېدولو لپاره یې ښه فرصت بللی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د یادې ټولنې پلاوي له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړول او فعالیت مثبت ګام ګنلی او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو لاسته راوړنې د ستایلو دي او نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې په افغانستان د فشارونو پر ځای له طالبانو سره د تفاهم لاره غوره کړي.

4 COMMENTS

  1. ځۍ ستا سې په شرف د نالت شي ! هغوی چې په افغانستان کې ژوند کوي په زندان کې مو اچولي دي تعلیم ته یې نه پريږډۍ په زور او‌په چل نکاح ورسره تړۍ چې په حقیقت کې بشري جنایت او جنسي تعرض دی د ملا په پلار او په داسې اسلام د نعلت شي !

  2. د تاند له مشرتابه په ډیر دړنښت هیله کوم چه دهر لیونی او جاحل comment ته دلته ځای ورنکړی چه اوتۍ او بوتۍ ولیکی او لوستونکۍ هم له ځان سره په ګناه کۍ واچوی.
    په درنښت

  3. د انحضرت صلی الله علیه وسلم ریښتونی امتیانو ته ـ السلام علیکم ۰
    سلیمان ورور او نورو په کراتو په نرمو الفاظو غوښتی چي تاند نباید د لوفرانو د ښکځلو پاڼه شی هغه هم رسول الله او اسلام ته ، نو که جفن سرایان تړلی نشی ، نباید مسلمان د داسی ؛اولئک کالانعام بل هم اٙضل ،سره کار وکړو او بیا ښکنځلو ته بُت غوندی لا اسمع ووایو دا نه انسانیت او نه ازادی بیان ۰

  4. د انحضرت صلی الله علیه وسلم ریښتونی امتیانو ته ـ السلام علیکم ۰
    سلیمان ورور او نورو په کراتو په نرمو الفاظو غوښتی چي تاند نباید د لوفرانو د ښکځلو پاڼه شی هغه هم رسول الله او اسلام ته ، نو که جفن سرایان تړلی نشی ، نباید مسلمان د داسی ؛اولئک کالانعام بل هم اٙضل ،سره کار وکړی او بیا ښکنځلو ته بُت غوندی لا اسمع ووایو دا نه انسانیت دی او نه ازادی بیان ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب