یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپښتین: علي وزیر په معامله نه، د ټولو پښتنو ګوندونو په هڅو...

پښتین: علي وزیر په معامله نه، د ټولو پښتنو ګوندونو په هڅو خوشې شوی

تاند: ( پنجشنبه، د دلوې ۲۷مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د دغه غورځنګ د رهبرۍ غړی او د پاکستان پارلمان کې وزیرستان استازی علي وزیر د یوې معاملې له مخې، د پاکستان له زندانه خوشې شوی.

ښاغلی وزیر څو ورځې مخکې د پاکستان د کراچۍ له زندان څخه د شاوخوا دوه نیم کاله بند له تېرولو وروسته خوشې شو.

نوموړي له خوشې کیدو وروسته یو ځل بیا د پاکستان پوځ« کرایي» وباله او خبرداری یې ورکړ، چې که د عملیاتو په نوم وزیرستان ته ورشي، غاښونه به یې وباسي.

د علي وزیر او پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفانو د نوموړي په خوشې کیدو کې د پاکستان حکومت سره د پښتنو ملتپالو ډلو د معاملې ادعاوې کړي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر دغه تورونه رد کړل.

منظور پښتین په یوه وینا کې ویلي، چې علي وزیر د ټولو ملتپالو پښتنو ګوندونو او له هغې ډلې د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي ګوند او نورو ګوندونو په هڅو له بنده خوشې شوی.

ښاغلی وزیر د پښتنو پر ضد د پاکستان د سیاستونو له تر ټولو توندو منتقدینو څخه و، چې د همداسې ویناوو له امله د پاکستان پوځ څو کاله په بند کې وساته.

د پښتنو ډېرو ملتپالو فعالانو د نوموړي په خوشې کیدو خوښي ښودلې او د هغه مبارزه او هڅې یې ستایلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب