دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیالاسونه مو نرم او ښکلي کړئ

لاسونه مو نرم او ښکلي کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
نرم او پاک لاسونه مو ښکلا زیاتوي؛ د دې لپاره چې لاسونه مو ښکلي او نرم شي لاندې لارې چارې عملي کړئ:
درې قاچوغې بوره د زیتونو یا بادامو له یوې قاچوغې غوړو سره ګډه کړئ، لاسونه مو پرې غوړ کړئ او له پنځو نیولې تر ۷ دقیقو پورې ورته په تمه شئ، له هغو وروسته یې پر اوبو ومینځئ.
دغه راز کولی شئ چې مالګه او د لیمو اوبه چې یوه اندازه وي، له یو بل سره مخلوط کړئ او خپل لاسونه پرې ومینځئ. دغه مخلوط کولی شي د لاس پوست مو روښانه او تور خالونه یې له منځه یوسي.
د بورې او د لیمو اوبو مخلوط هم د لاسونو د ښکلا لپاره ګټور دي. تر هغه وخته یې پر لاسونو پرېږدئ چې ښه وچ شي او وروسته یې بیا ومینځئ.
دا ټولې هغه لارې چارې دي چې په پایله کې یې ستاسو لاسونه سپین او نرمېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب