سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد امریکا سنا، پیمپو د روان وضعیت په تړاو احضار کړی

د امریکا سنا، پیمپو د روان وضعیت په تړاو احضار کړی

تاند (سه شنبه، د سرطان ۱۷) امریکایي سناتورانو د روان خراب وضیعیت په اړه مایک پمپیو احضار کړی

امریکايي سناتورانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د امنیت او خراب وضیعیت په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو احضار کړی دی.

د امریکا سنا له پمپیو غوښتي چې دې جرګې ته ورشي او خپل سپیناوی وکړي.

ټاکل شوې نوموړی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر وضعیت، د عسکرو د وژلو پر سر طالبانو ته د روسیې له لوري د انعام پر ورکړه او نورو مسایلو خبرې وکړي.

د پمپیو تر څنګ دغې غونډې ته ګن شمېر نور چارواکي هم وربلل شوي، خو لا یې نومونه نه دي په ډاګه شوي.

د امریکا سنا جرګې د ټرمپ په حکومت نېوکه کړې چې ولې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر ساتنه او امنیت تمرکز نه کوي او په دې خلا کې روسیې طالبانو ته د امریکایي عسکرو پر وژلو انعامونه ورکوي. دا ادعا بیا روسیې او طالبانو رد کړې ده او هغه یې بې ځایه ګنګوسې بللې دي.

د امریکا سناجرګه داسې مهال مایک پمپیو احضار کړی چې څو ورځې وړاندې په فراه ولایت کې یو امریکايي عسکر په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی وه.

د امریکا د سنا جرګې اکثره غړي د ولسمشر ټرمپ په شان له جمهوریپال ګوند سره تړاو لري خو دیموکراتان بیا په استازو جرګه کې اکثریت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب