Homeخبرونهد پاکستان مشهوره ډانسره دیدار ملتانۍ عدالت غواړي

د پاکستان مشهوره ډانسره دیدار ملتانۍ عدالت غواړي

تاند ( سه شنبه، دسرطان ۱۷) د پاکستان د ملتان مشهوره ډانسره دیدار ملتانۍ پاکستان ته په را رسېدو یوه سیاستوال تښتولې او له څو شپو وروسته یې بېرته خوشې کړې ده.

راپورونه وایي، دیدار ملتانۍ په خلیجي او عرب هېوادونو کې زیات پروګرامونه کوي خو پاکستان ته په راتلو ورسره دا کیسه شوې ده.

نوموړې ډانسره اوس له پاکستاني حکومت نه د عدالت غوښتنه کوي.

مشهوره ډانسره دیدار ملتانۍ وایي حکومت دې هغه سیاستوال ونیسي کوم، چې دا یې تښتولې وه او ځورولې یې ده.

سرچینې وایي دیدار ملتانۍ د هیرا منډيي جوازهم لري او د دې جواز له درکه د پاکستان حکومت ته مالیه ورکوي.

ملتانۍ وایي سره له دې چې پاکستاني حکومت ته مالیه هم ورکوي خو بیا یې هم سمه ساتنه نه کوي.

ډیری خلک په پاکستاني حکومت له دې امله نیوکه کوي، چې هلته یې په ښکاره د ښځو دبدن پلورنځای هیرا منډيي پرانیستی او پر وړاندې یې هیڅ اقدام نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...