شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونههند: په افغانستان کې د سولې لپاره يو شرط د ترهګرو د...

هند: په افغانستان کې د سولې لپاره يو شرط د ترهګرو د پټنځایونو ویجاړول دي

خبریاله: عاقله اسد(سه شنبه، د سرطان ۱۷) د کابل په کوربه توب د سولې په کنفرانس کې د هند سفیر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې لپاره اصلي شرط د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړل دي.

نوي ډیلي او افغان حکومتي چارواکو په ځلونو پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې پی سینګ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په کوربه توب د سولې په کنفرانس کې د وسله والو ډلو لپاره د خوندي پټنځایونو د له مینځه وړلو په اړه خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: “هند په دې حقیقت ټینګار کوي چې د ترهګرو لپاره د خوندي پټنځایونو له منځه تګ په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره یو مهم شرط دی.

د هندي او افغان چارواکو په وینا پاکستان ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې چې په افغانستان او هند کې ترهګریز بریدونه کوي.

دا تور له کلونو راهیسې روان دی؛ خو پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي، او ویلي یې دي چې هیواد یې پخپله د ترهګرۍ قرباني دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، پاکستان لاهم په سیمه کې د ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټنځای دی.

په بیان کې راغلي چې اسلام آباد له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل مسؤلیتونه نه دي پوره کړي.

پاکستان په افغانستان کې د سولې په اړه د یووالي د پیاوړتیا په هدف د سیمه ییزې سولې په ناسته کې هم برخه اخیستې وه.

په دغه ناسته کې د پاکستان سفیر د بین الافغاني خبرو اترو د ژر پیل غوښتنه وکړه او ویې ویل، افغان مشرتابه باید هراړخیز سیاسي جوړجاړي ته د رسیدو فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې بیا ویلي چې د پاکستان استازي دا غوښتنه هم کړې چې خپل هیواد ته له دوه ملیونو څخه زیاتو افغان مهاجرو بیرته ستنیدل باید د سولې د پروسې برخه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب