تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۷) د افغانستان د علماوو متحدې شورا نن په یوه اعلامیه کې د مصر د الازهر د شیخ او مفتي محمد احمدالطیب د هغو څرګندونو ملاتړ وکړ چې د افغانستان د روانې جګړې د حراموالي په اړه یې کړي دي.
د افغانستان د علماوو متحدې شورا په خپله اعلامیه کې ویلي، د الازهر لوی مفتي او دینی عالم محمد احمدالطیب چې په اسلامی نړۍ کې یو له تر ټولو مستند مفتی دی، د طالبانو لخوایې په افغانستان کې د دیني علماو وژنه او په ځانګړي توګه د وزیر محمد اکبر خان او شیرشاه سورې پر جامع جوماتونو باندې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د غندنې ترڅنګ د افغانستان د جګړې په اړه یو ځل بیا هم فتوا صادره کړی ده.
د ازهر شیخ په افغانستان کې د دوو مهمو دیني عالمانو وژل کېدو ته په اشارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:
«په پام کې وه چې شهید ورور دوکتور ایاز نیازی د افغانستان ستر عالم به په یوه لویه اسلامي مجمع کې د افغان جګړې په تړاو راسره وي، خو طالبانو دغه عالم شهید کړ.له الله ج څخه غواړم چې دوکتور ایاز نیازی او مولوی مفلح ته جنتونه ورکړي او طالبان سمې لارې ته راولي.»
شیخ احمدالطیب همداراز ویلي « د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر ملګرو را څخه د افغانستان د جګړې په اړه پوښتلي و، ما پخوا هم ویلي و اوس یو وار بیا هم وایم چې په افغانستان کې جګړه مطلقاً حرامه ده او دا جګړه ورور وژنه ده، په ځانګړې ډول اوسمهال چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشوه. نو دا جګړه د مسلمانوژنې جګړه ده او افغان امنیتی ځواکونه په دغه جګړه کې پرحقه دي او هر وژل شوی سرتېری یې شهید دی. طالبانو جهالت ته ترجیح ورکړې او له دې امله د طالب د مړي جنازه روا نه ده.»
د افغانستان د علماوو متحدې شورا ویلي چې مفتی محمد احمدالطیب د مصر هېواد هغه سترمفتی دی چې نظریات یې نه یوازې د مصر د مسلمانانو بلکې د نړۍ ټولو مسلمانوته د قدراومنلو وړ دي.