سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهافغان پولې ته څېرمه تاجکستان او روسیې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

افغان پولې ته څېرمه تاجکستان او روسیې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

تاند (۴ شنبه، د حمل ۲۸ مه) د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې تاجکستاني ځواکونو سره په ګډه یې د افغانستان پولې ته څېرمه د نا قانونه وسله والو ډلو خلاف تمرینات پيل کړي.

د روسيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو تمرينونو کې د روسيې پوځيانو په ځانګړې توګه په تاجکستان کې مستقر روسي ځواکونو د ۲۰۱ پوځي اډې پرسونل، غرنیز واحدونه، زغره وال، توپخانې، کشفي واحدونه د Mi-24 بریدګرو څرخي الوتکو او د ترانسپورتي الوتکو پرسونل شامل دي.

د راپورونو په اساس، دا تمرینونه د اپرېل له ۱۵دوشنبې پیل او تر اتلسمې یعنې پنجشنبې دوام کوي؛ هدف یې د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د دغو دواړو هېوادونو د ځواکونو د چمتووالي ارزول دي.

دا عملیات تر هغې وروسته پيل شوي، چې تېره میاشت د روسیې د پلازمېنې مسکو د موسېقۍ پر یوه تالار د برید پر مهال لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یاد شوي برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.

روسیې د دغه برید په تړاو د ګڼو تاجکستاني وګړو د نیولو خبر ورکړی.

روسیه او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه وخت پر وخت اندېښنه څرګندوي، چې داعش ډله او د دوی نورې مخالفې وسله والې ډلې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې منظم شوي او د سیمې د بې ثباتۍ لپاره تیاری نیسي.

د طالبانو د رژیم چارواکو بیا تل داسې ادعاوې بې اساسه ګڼلي او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې هیڅ کوم هېواد ته خطر نه دی پېښ.

طالبانو د روسیې او تاجکستان د تازه دمو ګډو پوځي تمریناتو په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب