سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د قبضیت مخه څنګه ونیسو او ولې قبض کېږو؟

د قبضیت مخه څنګه ونیسو او ولې قبض کېږو؟

ډاکتر م. رحیم
 قبضیت یوه داسې ناروغي ده چې نه یوازې انسان له ذهني پلوه نارامه ساتي بلکې دفاعي سیستم یې کمزوری کوي، د شکر په څېر د ناروغیو نښه بلل کیږي او دا ډول د بواسیر په شمول د یو شمېر نورو ناروغیو رامنځته کېدو ته لاره هواروي. همدا دلیل دی چې ځینې قبض ته د «مرضونو مور» وايي.
په لاندې طریقو د قبضیت مخه ونیسئ:
د زیتون غوړي:
د زیتون خالث غوړي د قبض په مخنیوي کې ډېره مرسته کوي، د زیتون غوړي د هاضمې سیستم په حرکت رراولي او ورسره کولمې پاکیږي. متخصصان واييو ښه دا ده چې هر سهار په لوږه یوه کاشوغه د زیتون غوړي استعمال کړئ، ځکه چې په تشه خیټه ډېر اثر نه لري.

قبضیت | ژباړن او راټولونکی: احسان الله ژمن

اوبه:
که چیرې هره ورځ اته ګیلاسه اوبه وڅښئ،. یقیناً چې د قبضیت شکایت به ونه کړئ. اوبه د کولمو فعالیت زیاتوي او که مو د بدن اوبه کمې شوې په قبض ناروغۍ اخته کیدلای شئ.
د پخلي سوډا:
بیکنګ پوډر یا سوډا د قبض په له منځه وړلو کې ډېر کومک کوي، د ګیلاس درېیمه برخه تړمې اوبو کې یوه کاشوغه بیکنګ پوډر ګډ کړئ او ښه یې حل کړئ بیا یې وڅښئ، ډیر ژر به مو قبض له منځه ولاړ شي.
همداراز مناسبه اندازه سبزي، مالټه، کیوي او مستې هم د قبضیت په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
د قبضیت عوامل:
بیلابیلو عوامل د قبضیت سبب کېږي د بیلګې په ډول، په خوړو کې ژور بدلون، ډیر زیات پاخه شوي خواړه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې غواړئ وزن مو کم کړئ، د نخودو او وریجو ډېر خوراک، د کافي یا نورو کافیین لرونکو څیزونو استعمال، ګازي څښاک او د مسکن درمل استعمال هم د قبض د رامنځته کېدلو لامل ګڼل کیږي.

د قبضیت ناروغۍ تداوي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب