شنبه, مې 11, 2024
Home+د قبضیت ناروغۍ تداوي

د قبضیت ناروغۍ تداوي

‎ د څینو څېړنو پر اساس په نړۍ کې په هرو لسو کسانو کې څلور تنه په قبضیت اخته دي، خو ډاکټران وايي چې دا ناروغۍ د ژمي په موسم کې لا ډېریږي.
‎قبضیت له ځان سره نورې ناروغۍ هم راوړي او انسان هر وخت په مرضونو کې ګیر ساتي.‬
‎‫خو له قبضیته ځان خلاصول هم دومره ستونزمن کار نه دی، دا چې قبضیت د ځینو خوړو د استعمال له امله پیدا کېږي نو که په خپل ورځني خوراک مې تغییر راوړئ، ستونزه به مو تر ډېره حل شي.
‎‫مڼه وخورئ‬
‎‫فایبر د کولمو په نرمولو او د فضله موادو په ایستلو کې مهم رول ادا کوي.‬
‎‫په یوه کوچني مڼه او په پوست کې یې ‪۳،۶‬ ګرامه فایبر شته.‬
‎‫هغه کسان چې له قبضیته ځورېږئ نو هره ورځ دې د یوې مڼې خوړل نه هېروي.
‎‫مالټه وخورئ‬
‎‫روغتیاپالان وايي چې له قبضیت څخه د خلاصون لپاره کینو او مالټه هم یو له مهمو مېوو څخه ده.‬
‎‫د دوی په وینا کینو او مالټې له فایبرونو ډکې دي. همدارنګه په تروش خونده میوو کې یو رنګه ماده شته چې د قبضیت له مخنیوي سره مرسته کوي.‬
‎‫بادام، چارمغر (جوز) پسته او ممپلې وخورئ‬
‎‫په خپل ورځني خوراک کې لږ څه بادام، چارمغر، پسته او ممپلې استعمالول هم له دې ستونزې په خلاصېدو کې مرسته کولای شي. په دې وچو مېوو کې پروټین او هغه شیان چې د قبض په ختمولو کې مرسته کوي، زیات موجود وي.‬
‎‫اوبه وڅښئ
‎‫د اوبو څښل هر وخت ګټه لري، خو ډاکتران وايي که غواړئ چې له قبصیته خلاص شئ نو سهار په نهار یو ګلاس اوبه څښل مه هیروئ.‬
‎‫تاسو کولای شي هر سهار په نهاره ۲ تر ۳ ګیلاس اوبه وڅښئ خو په یاد ولرئ چې په ساړه موسم کې ګرمې او په ګرم کې یخې اوبه وڅښئ.
پالک ډېر خورئ
‎‫د پالکو په خوړلو په اسانۍ سره ځان د قبض له ناروغۍ ژغورلی شو. په پالکو کې فایبر په زیاته اندازه موجود دي، همداراز میگنیزیم او معدنیات هم پکې شته چې دا ټول د فضلې په ایستلو کې مرسته کوي.
‫ګلپي مه هیروئ‬
‎‫څېړنو ښودلې، دا چې ګلپي په زیاته اندازه اوبه او فایبر لري، نو د قبضیت د له منځه وړو لپاره ګټوره تمامېږي.‬
‎‫ګلپي په خپل ترکیب کې انتي اکسیدان هم لري، نو د سرطان پر وړاندې د بدن تر ټولو ښه ساتونکی دی. په ګلپي کې شته فایبر د ژر وږي کېدو مخه نیسي او د هاضمې سيستم هر ډول ستونزې له منځه وړي او ساتنه یې کوي. کولین چې د قوي حافظې او ژر زده کړې لپاره ضروري مواد بلل کېږي په ګلپي کې په زیاته اندازه پیدا کېږي.‬
‎‫
#یادونه: د غوایي غوښه، نخود، وریجې، مکروني، هګۍ، او تریخ چای خوړل مو قبضیت ډیرولای شي.‬

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب