دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههند لا هم د پاکستان اجازې ته انتظار دی چې افغان ته...

هند لا هم د پاکستان اجازې ته انتظار دی چې افغان ته بشري مرسته واستوي

تاند(یکشنبه، د عقرب ۲۳مه) د افغانستان د هرې سختۍ دوست هند لا هم د پاکستان اجازې ته انتظار دی چې په افغانستان کې ملیونونو محتاجو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته وویل چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د هند د غنمو د تېرېدو پر اجازې به غور وکړي.

خو عمران خان پرېکنده ژمنه ونه کړه ځکه چې د عمران خان په شمول د پاکستان ملکي مشران په هغو معاملو کې چې له هند سره تړاو لري، زیات واک نه لري.

هند غواړي چې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم ولېږي او له پاکستانه یې غوښتي چې اجازه ورکړي چې د دغه هیواد له لارې یې افغانستان ته واستوي.

هند په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره شاوخوا ۴ ملیارد ډالره مرسته کړې. دې هیواد په ځلونو افغانستان ته غنم او نوره بشري مرسته ورکړې ده.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، پاکستاني چارواکي په دې اړه چې ولې یې د خپلې خاورې له لارې په ګاونډي افغانستان کې ملیونونو له لوږې سره مخامخ افغانانو ته د هند د مرستې مخه نیولې، څه ویلو ته نه حاضرېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې په سلو کې ۵ افغانان دومره خواړه لري چې ځان پرې موړ کړي.

د دې پروګرام پر اساس، افغانستان سږ کال د وچکالۍ له کبله هسې هم دوه نیم ملیون ټنه لږه غله لرله.

جګړې او د طالبانو واک ته رسېدا، چې په نتیجه کې یې د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخامخ شوی، ۲۳ ملیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ کړي دي.

په سپټمبر کې مرستندویو هیوادونو له افغانستان سره د یو ملیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه خو د ملګروملتو پر اساس افغانستان د میاشتې یوازې د ۲۰۰ ملیون ډالرو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب