دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهآريانا سعيد: نړۍ دې ط په رسمیت نه پیژني

آريانا سعيد: نړۍ دې ط په رسمیت نه پیژني

تاند:( شنبه، د عقرب دوه ويشتمه) د افغانستان مشهورې سندرغاړې آریانا سعید له نړيوالو غوښتي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسميت ونه پيژني.

نوموړې په يوه مرکه کې وويل، چې دا غوښتنه يې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان ( یونیسکو) د تاسيس په کليزه کې کړې ده.

یاد شوی سازمان پرون پينځه اويا کلن شو او خپله کليزه یې د فرهنګي مراسمو په ترسره کولو سره ونمانځله.

په يادو مراسمو کې د افغانستان په استازيتوب آريانا سعيد ګډون کړی و.

نوموړې په دغو مراسمو کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغانانو تر منځ د وطن په وير کې تر ټولو مشهوره شوې فارسي سندره ( سرزمین من) وويله.

په دې سندره کې د افغانستان له بدمرغۍ او ناورين څخه شکایت شوی دی.

یاده سندره یونیسکو سازمان له خپلې رسمي پاڼې هم خپره کړې ده.

د افغانستان يوه لويه برخه روښانفکران چې بهرنيو هېوادونو ته تللي، په مختلفو بڼو پر نړۍ فشار راوړي، څو د طالبانو واکمني په رسميت ونه پيژني.

پرون د افغانستان یوې مشهورې سياستوالې شکريې بارکزۍ له يوه طالب وياند سره په لایف ټلویزیوني بحث کې طالبان د افغانستان د هويت په نابودولو او د پاکستان په پینځمې صوبې بدلولو تورن کړل.

5 COMMENTS

  1. هیوادونه احساسات نه بلکی خپلی ګټی تعقیبوی. طالب ده یو قوی مرکزی حکومت څښتن دی. ده نورو هیوادونو سره طالبان مشترکی سیاسی اقتصادی ګټی لری او په ګډه یی ورسره تعقیبوی. لکه ده مواد مخدراو داعیش پروړاندی ده دوی مباره آینده کی ورسره اقتصادی ګټی. طالب هم ټول نړوال قوانین سره ده بشری حقوقو منلی. دا شرایط دوی مخکی دوحه کی ورسره لاسلیک کړی اوس ورته عملی جامه ورکوی. داعمل به طالبانو ته اعتبارمشروعیت وربښی. خو آریانه سعید بغیر ده فحش او بدوویلی پرته بل څه نلری اونه دونیاوال دی ته غوږ ږدنیسی اونه کومی شریکی ګټی ورسره لری که ده چا وی هغه نو شخصی معملی دی.

  2. تالب او داعش د یوه خره دوه غوږونه دی او په یوه څای کی راپیداا شوی روزل شوی او بیا اکمال شوی او افغانستان ته رالیږل شوی چی افغانستان کمزوری کی او پاکستان ته يی محتاج کړی.

    تالب د افغانستان په و انولو او د افغانانو په وژلو کی دالهی نصرت ډنډوری غږولی خو اوس ګورو چی د نړۍ د هر کافر په دروازه کی په سوال کولو او وظیفو راټولولو اخته دی.

    تالب پاکستانی جعلی ملایکی دی چی هدف يی د فاګستان ګټی خوندی کول او د افغانستان هویت ورکول دی.

    که نړۍ تالب په رسمیت پیژنی نو باید د یو وحشی ځناور په حیث يی په رسمیت وپیژنی او نه د افغانانو د نماینده په حیث.

    تالب او داعش دواړه د افغانستان او افغانانو دښمنان دی او د افغانستان د نماینده ګۍ حق نه لری.

  3. سیاست هم علم دی هم هنر او هم تجربه.طالبان باید هم له ځان سره اوهم له نړۍ سره تعامل هیر نه کړی او یو لوری جادې ته پاملرنه جدی ونیسی.
    دا ببړو د «سرزمین من» دکومو ملی او اسلامی ارزښتونو څخه په یونیسکو کې استازیتوب کوی؟دآریا نا کاپی شوی فرهنګ زموږ ملی ارزښتونو سره ټکر کې دی.
    کثا فت هم ډنستی لری . دغه کثافت له تېښتې دوه ورځې وروسته د یوه تلوېزیون په مخ را څرګند شوه . دې په خپلو خبرو کې داسې ښودل چې دخپلې کورنۍ سره ناسته ده او خواخوږی لری. دلته پوښتنه راولاړیږی چې دادفرانسې بر بنډه سخندره، دستاره افغان په نوم فرهنګ بدلونکې خاینه. او دیوه فاسد رژیم تش په نوم هنرمنده. دمعصومو او باعفتو ښځینه حقوقو دروغجنه اماتوره دکوم سرزمین او کوم فرهنګ نه یې ښاغلی ارغندیوال موږته راپېژنی؟
    شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دی. فرهنګ داستاد «هاشمی »په ښایسته لیکنه کې ستر تعریف او مفهوم لری .
    ؟

  4. احمد
    اریان سعید حق لری خپل نظر څرګند کړی ، طالیبان هم باید په یاد ولری چه زمونږ په سل کوره کلی یوازی یو طالیب شتون درلوده نور خلک یا معلمین ؤ یا بزګران ؤ یا هنرمندان ؤ یا د پوځ او پولیسو افسران ؤ نو اوس څنګه کولی شو چه دیوه کم عقل تالیب تر رهبری لاندی سل کورنه لاړ شی طالیب هم چندان دعقل او منطق خاوند نه دی . امریکا طالیبان دافغانانو د ځپلو دپاره راوستل چه خپل انتقام د افغانانو واخلی طالیبان باید په د پوهه شی چه د دوی په لاس اسلام بدناموی

  5. اصلی او لویه ستونزه دا ده چی زموږ د هیواد د موجودیت سیّاره د یو معقول او مطلوب مدار سره د عیارېدو د استعداد د درلودلو څخه د نړیوالو استعمارګرانو او استثمارګرانو او توطئه ګرانو لخوا په لوی لاس بې برخی سوېده.
    زموږ په جغرافیا کی د ۲۰ کلونو په اوږدو کی دوې متضادی او متناقضی فضاوی تحمیل سویدی
    یوه فضاء ( د نن ورځی حالت ) دئ چی د یوویشتمی پېړۍ د عمومی فضاء سره په ټکر کی ده
    بله فضاء د پرون ورځ فضاء ( د نغمې او آریانا سعید او ستارۀ افغان او نورو ماسونری دلَګیو ) فضاء وه چی په حقیقت کی دا هم زموږ د ټولنی د کلتوری – مذهبی – عنعنوی ظرفیتونو سره په ټکر کی وه
    بناً
    که آریانا سعید او یونیسف او یونسکو او ملل متحد او نوری بشری او مدنی ټولنی رشتبا د سړی زامن وی نو په لومړی ګام او تر هر څه مخکی باید زموږ خلګ د لوږی د افعی څخه وژغوری او د رباب او حنجرو د بیا رونق وخت نه دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب