یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتازه: د کابل په لويديځ کې چاودنه شوې

تازه: د کابل په لويديځ کې چاودنه شوې

تاند:( شنبه، د عقرب دوه ويشتمه) راپورونه وايي، چې نن ماښام د کابل په لويديځ کې د یوې درنې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

په لومړنيو راپورونو کې راغلي، چې ‌دا چاودنه د دشت برچي سیمې په قلعه مهتاب کې رامنځته شوې ده.

ويل کيږي، چې چاودنه د تونس په يوه موټر شوې، خو دا نه ده معلومه، چې هدف یې څوک و؟

د کابل په لويديځ کې تر ډېره هزاره او اهل تشيع هېوادوال اوسيږي.

په وروستيو کې داعش ډلې د هزاره او اهل تشيع هېوادوالو د هدف ګرځولو پېښو مسووليت پر غاړه اخيستی.

د دې چاودنې په اړه تر اوسه چارواکو څه نه دي ويلي.

طالبانو په افغانستان کې له واکمنیدو سره، ادعا لرله چې جګړه په بشپړ ډول ختمه شوې او امنیت تامین شوی.

له ورته پېښو سره خلک نیوکه کوي، چې طالبانو په امنيت ساتلو کې هم ځان ثابت نه کړای شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب