یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهشکريه بارکزۍ: ط افغانستان د پاکستان پینځمه صوبه او بې هویته کړ

شکريه بارکزۍ: ط افغانستان د پاکستان پینځمه صوبه او بې هویته کړ

تاند:( شنبه، د عقرب دوه ويشتمه) په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفيره شکريه بارکزۍ پر طالبانو تور پورې کوي، چې افغانستان يې د پاکستان په پینځمې صوبې بدل کړی او بې هويته کړی دی.

مېرمن بارکزۍ دا تور د طلوع نيوز تلويزيون په يوه ژوندۍ خپرونه کې په داسې مهال پورې کړ، چې د طالبانو د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني هم ورسره مېلمه و.

بارکزۍ چې په انلاين ډول يې د ننګرهار په يوه جومات کې د پرونۍ چاودنې په اړه بحث کاوه، دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې طالب وياند په افغانستان کې نا امني رد کړه او ويې ويل: زموږ له واکمنیدو سره افغانستان ۱۸۰ درجې بدل شوی دی.

شکريه بارکزۍ د طالب وياند دا خبره تاييد کړه، خو ويې ويل چې دا بدلون د فقر او لوږې شدت، د پاکستان په پینځمې صوبې د افغانستان بدلول، د افغانستان بې هویته کیدل او دغه راز د طالبانو لخوا د هدفي او زنځیري وژنو پراختيا ده.

طالب وياند په دې بحث کې، ادعا وکړه چې دوی افغانستان ته ازادي ګټلې، خو په مشخص ډول ېې پاکستان سره د طالبانو د اړیکو په اړه ځواب ورنه کړ.

انعام الله سمنګاني وويل، چې د ناامنۍ، فقر او نورو ستونزو ریښې په مخکيني نظام کې وې او دا ټولې ستونزې په میراث ورپاتې دي.

شکريې بارکزۍ په دې مرکه کې طالبان د زور نه، بلکې امريکا سره د دوحې تړون د معاملې په اساس په واک ته رسېدو تورن کړل.

د نوموړې په وينا، طالب مشرانو په ۲۰۰۱ کې هم امريکا سره جګړه ونه کړه، بلکې د هغې سناریو په اساس له افغانستان څخه په الوتکو کې پاکستان ته ولېږدول شول، چې پاکستان ورته پلان کړې وه.

دغې پخوانۍ وکيلې دغه راز طالبان د پاکستان جنګي لښکر وګڼل او ویې ویل، چې د پاکستاني طالبانو د ځپلو او د هغې په خبره د خپلو مرداریو د پاکولو لپاره ترې ګټه اخلي.

د طالبانو وياند په دې بحث کې تر پايه مېرمن بارکزۍ ته د هغو تورونو ځواب ورنه کړ، چې له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو په اړه یې پورې کول.

انعام الله سمنګاني مخکينی نظام د امريکا لپاره په نيابتي جګړې تورن کړ او ويې ويل، چې ډېر چارواکي یې په جنګي اقتصاد ځانونه ماړه او له هېواده وتښتېدل.

2 COMMENTS

  1. پدی کی هیڅ شک نشته چی تالبان د ای ایس ای روزل شوی جاسوسان او پاکستانی مزدوران دی چی هر قدم يی د پاکستان د د فاع او د افغانستان د تباهۍ لپاره پورته کړی او پورته کوی.
    د پاکستانی بارودو او بمونو په زور يی تیر شل کاله د افغانستان ملی تاسیسات د منځه یوړل او په زرګونو بی ګناه افغانان يی شهیدان کړل.

    د تالب لویه لاس ته راوړنه داده چی ټول افغانان د تالب په څیر پاکستان ته محتاج کړی او دافغان هویت له منځه یوسی.

    د شکريی بارکزۍ خبری رښتیا دی او د رښتینو افغانانو چی د هیواد خواخوږی دی دزړه خبری يی کړی. خو تالبانو ته دا خبری هیڅ معنی نه لری ځکه چی ددوۍ ضمیرونه مړه او داسی مسخه شوی چی افغانیت او پښتونولۍ سره حساسیت لری او یوازی د خپل بادار په عبادت کی مصروف دی.

  2. هدف له تبصرې دانه دی چې دچا طالب بد ایسی نو هرڅه چې وایی سم دی دلته ښه ته ښه او بد ته بد ویل زموږ دټولنې یو معیار دی.
    پلار دځوی دلیاقت معلومولو لپاره پوښتنه وکړه میو میو څوک کوی؟ وې ویل پیشو!بیا یې وویل چې عف عف څوک کوی؟وې ویل سپی! بیا یې وویل چې هی هی څوک کوی؟هلک داغږ هېڅ نه وه اورېدلې وې ویل غاړې مې دخدای نه بندوی آبا.
    شکریه او سیاست ډېر سره لېرې دی. سیاست یوازې نیوکه نه ده او نه سیالی ،
    بدمرغی او بد رنګی په دې کې ده چې شکریه دپارلمان پخوانۍ افه او دپخوانی سفیرې لقب په نوم دخلکو ژبې،ستړی ملت، وخت او زمان ته په سیاسی لحاظ اهانت کوی.دغه ملت نه کوڼ دی او نه ړوند.دطلوع چینل له اجنتې څخه د هی هی غږ غلط شوی شکریې قمار بایللی نو خکه بې وخته پټکې او ښکنځل کوی .کوږ بار تر مزله نه رسیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب