Homeخبرونهله الفلاح پوهنتون څخه په سلګونو کسان فارغ شول

له الفلاح پوهنتون څخه په سلګونو کسان فارغ شول

تاند (د عقرب ۲۲مه) — د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د الفلاح په نامه یوه خصوصي پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه په سلګونو کسان فارغ او د خدمتونو ترسره کولو لپاره ټولنې ته وړاندې کړل.

د دغه پوهنتون د اقتصاد، شرعیاتو، حقوق او سیاسي علومو، انجنیرۍ او ژورنالېزم پوهنځیو د څلورو دورو د فارغانو د فراغت غونډه چې سلګونو تنو فارغانو په کې ګډون کړی و، د پنجشنبې په ورځ‌ /د عقرب ۲۰مه/ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه او فارغان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

د غونډې په پیل کې د الفلاح پوهنتون رئیس ډاکتر سید معشوق سادات فارغانو او د هغوی د کورنيو غړو ته وویل چې په خپلو اړوندو رشتو کې خپلو هېوادوالو ته خدمت او د افغانستان ودانولو ته کار وکړي.‌

ښاغلي سادات په علمي او تحصيلي برخو کې يو شمېر ستونزې او غوښتنې د طالبانو د لوړو زده کړو له مسئولینو سره د حل په موخه شريکې کړې او زیاته یې کړه چې افغانان نور د وطن پرېښودلو او په نورو اتکاء نه خوښوي، نو په کار ده چې مسلکي کسانو ته په خپلو اړوندو کاري برخو کې د کار فرصتونه برابر شي.

د ننګرهار ولایت سرپرست ندا محمد ندیم وویل چې حکومت به یې د دیني علومو د فارغانو تر څنګ د عصري علومو د فارغانو او مسلکي کسانو لپاره په اړوندو برخو کې کاري فرصتونه برابر کړي.‌

په دې غونډه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي او مسلکی معين دوکتور لطف الله خيرخوا وويل، چې حکومت به یې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ موجودې فاصلې ختمې کړي او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولو خصوصي پوهنتونونو ته به د دولتي پوهنتونونو په څېر پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...