Homeخبرونهتاجیکستان د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د مرستو رسولو لابي...

تاجیکستان د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د مرستو رسولو لابي چټکه کړې ده

تاند:( شنبه، د عقرب دوه ويشتمه) تاجیکستاني چارواکو د خپلې خاورې له لارې، افغانستان ته د نړیوالو مرستو د انتقال په اړه د لابي کولو لړۍ چټکه کړې ده.

په تازه ګام کې، په روسیه کې د تاجیکستان سفیر گل محمودزاده ، د افغانستان لپاره د ناټو سازمان له استازي توماس نیکلاسون سر لیدلي او ورته ویلي، چې هېواد یې چمتو دی څو افغانستان ته د نړیوالو مرستو لېږد ته په ترانزیتي برخه کې د مرستې لاس ورکړي.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د روانې نومبر میاشتې په درېیمه، د افغانستان په اړه د یوې غونډې پرمهال وویل، چې دوی د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د نړیوالو مرستو د لېږد لپاره مرستې ته چمتو دي.

یاد شوي هېواد مخکې د طالبانو په مخالفت او پر ضد يې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د فعالیتونو ملاتړ کاوه.

تاجيکستان د طالبانو مخالفت اوس هم کوي، خو تر پخوا يې کچه کمه شوې ده.

د تاجيکستان برعکس، د منځنۍ اسيا يو شمېر نور هېوادونه توانيدلي، چې د طالبانو د نه مخالفت له کبله افغانستان ته د نړيوالو بشري مرستو په ترانزيت کې همکار شي او له دې اړخه امتيازاتو نه برخمن شي.

معلومه نه ده، چې د بشري مرستو له دوام سره به نړيوال له تاجيکستان سره د ترانزيت په اړه پايلې ته ورسيږي کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...