یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهفوزيه کوفي: له افغانستانه د بلې سړې جګړې د پېښېدو ګواښ موجود...

فوزيه کوفي: له افغانستانه د بلې سړې جګړې د پېښېدو ګواښ موجود دی

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) د افغانستان يوه مشهوره ښځينه فعاله او طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي غړې فوزيه کوفي وايي، چې له طالبانو څخه د روسیې او چین ملاتړ د بلې سړې جګړې د پيليدو سبب کیدای شي.

فوزيه کوفي وايي، چې که نړيواله ټولنه د افغانستان د وضعیت مهارولو لپاره منسجم او عاجل ګامونه وانخلي، وضعيت به نور هم ترینګلی او پېچلی شي.

دغه افغان سياستواله، چې د طالبانو له واکمنیدو سره له افغانستان څخه بهر ته تلې، یوې بهرنۍ رسنۍ ته ويلي چې د افغانستان وضعیت له نيږدې څاري او ډېر لړزونکی يې ګڼي.

فوزيه کوفي په افغانستان کې د بشري ناورين تر څنګ د طالبانو لخوا د ښځو په کور کينول، هدفي او زنځیري وژنې او نور ګواښونه د ښځينه فعالانو او جمهوري نظام د منسوبينو لپاره بالقوه خطرونه ګڼي.

هغه، چې په خبره يې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د دې کور ته د طالب جنګياليو پرله پسې ورتګ هېواد پريښودو ته مجبوره کړه، خپل اوسنی استوګنځی يې نه دی په ډاګه کړی.

مېرمن کوفي وايي، چې په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د استازيتوب هڅه کوي، خو د بهرنيو اتباعو د داسې مبارزو لپاره د ‌هېوادونو قیوداتو يې هڅې له خنډونو سره مخ کړي دي.

فوزيه کوفي غوښتنه کوي، چې د دې په شان فعالانو ته دې د ديپلوماتيکو فعاليتونو اجازه ورکړل شي.

دا پخوانۍ وکيله انديښمنه ده، چې د اوسني ناورين له دوام سره به د افغانستان ډېر نور ظرفیتونه هم له دې هېواده ووځي او دا به د افغانستان د بايللو په مانا وي.

3 COMMENTS

  1. د جمهوریت يوه برخه جراثیم همدغه جمعیتی نظاري وحدتي ټامي معدني زدني لڼډغرې قاچاقبرې پاحشې وې چې ریاکارو کپيټالیستانو په دروغجنو القابونه جایزو ټرټ ولغت پو کړې وې پړسولې وې او بیا د ټالب یوه ټیز سره لکه پوکانې باد یې ټس وخوت

  2. که د ځوانانو پوره نشوه
    ګرانه وطنه جنکۍ به دې ساتینه !
    نوموړی که ښځه هم ده، د ډیرو هغه غلامانو نه ښه ده، چې د پاکستان د باجوه او عمران خان له ادرسه د افغان ملت او هیواد په حق کې ناروا، بزدلانه او ناسم دریځ څرګندونی کوي، او د خپل هیواد د ملي ارزښت او ملي ګټو بې حُرمتي کوي. د دالخورانو په مدرسو کې تربیه شوي دغه جاهلان اوس په افغانستان واک نشي کولای، دوی یواځې په همدې هڅه کې دي، چې څنګه پنجابی بادار خوښ کړي، خیر دی که دلته ۳۵ ملیونه افغان د لوږې ، فقر، بې کارۍ، ناامنۍ او یخ ژمي تکلیف سره مخ دي. د دوی نه دغه د جمهوریت او ولسواکۍ د وخت حکومت یو په زر چنده ښه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب