دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهلطيف پدرام: افغانستان د پاکستان لخوا اشغال شوی

لطيف پدرام: افغانستان د پاکستان لخوا اشغال شوی

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر عبدالطيف پدرام پر پاکستان تور لګوي، چې د طالبانو له واکمنولو سره يې افغانستان اشغال کړی دی.

نوموړی وايي، چې د دغه اشغال تر ټولو څرګند دليل دا دی، چې د پاکستان د استخباراتو مستعفي شوی رييس فيض حميد د طالبانو لخوا د کابل له نیول کیدو سره سم پلازمېنې ته راغی او د طالبانو تر منځ یې څوکۍ ووېشلې.

لطيف پدرام وايي، چې خلک دا وضعيت نه زغمي، ځکه خو د کابل په ګډون د هېواد په مختلفو سيمو‌ کې د نا امنۍ پېښې پراخې شوي او طالبان هم دا وضعيت کنټرولولی‌ نه شي.

په وروستيو کې د طالبانو په اړه ورته نيوکې اوج ته رسېدلي.

طالبانو له پاکستان سره د خپلو اړیکو په تعریفولو او خلکو ته يې په اړه په قناعت ورکولو نه دي توانېدلي.

تازه د ولسي جرګې یوې پخوانۍ غړې او په ناروې کې د افغانستان مخکينۍ سفيرې مېرمن شکريې بارکزۍ د طالبانو د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني سره په يوه ټلويزيوني مرکه کې هغه ته وويل،‌ چې طالبانو د افغانستان هويت له منځه وړی او د پاکستان په پینځمې صوبې یې بدل کړی.

طالب وياند په دې اړه کوم ځواب ورنه کړ.

په ايران کې د افغانستان د جمهوري نظام سفير عبدالغفور لېوال ویلي، چې د پاکستان او طالبانو په وړاندې د افغانانو خاموش، خو ژور او ورځ تر بلې زیاتیدونکی نفرت به دغو متنفرو لوړیو ته ښه تمام نه شي.

4 COMMENTS

  1. په افغانستان کی د تالبانو د وحشت او تور جهالت له کبله د افغانانو بوږنونکی خاموشی چی په ایران کی د افغانستان سفیر ورته هم اشاره کړی هیڅکله د امن او خوشحالۍ زیری نه دی بلکه د راتلونکی لپاره د یو لوی ناورین او غمیزی د منځ ته راتللو لپاره د خطر زنګ ورکوی.

    تالبان فکر کوی چی ددوې وحشیانه کړنی به چی په کلونو کلونو د افغانانو د زورولو، غمیزو او بدبختیو سبب شوی او افغانستان ته يی پرته له وینو او د افغانستان د ړنګولو بل څه نه دی ورکړی به د تل لپاره ددوۍ زورواکی په افغانانو مسلطه وساتی. خو دا ددړۍ د جهالت تحلیل او پیداوار دی او هیڅکله به ښه پایله ونه لری.

    مونږ ولیدل چی ددې پاکستانی جعلی ملایکو هغه د جهاد او الهی نصرت ډنډوری او فتوا ګانی د ای ایس ای او پاکستان په غلامۍ بدلی شوی او د امریکا او نورو هیوادونو ته چی دوۍ ورسره د جمهوری حکومت تعامل کفر باله نن ورځ ددوۍ لپاره حلال او دډالرو لاس ته راوړل له هری لاری ورته مقدس عمل ښکاری.

    د تالب اوسنۍ تګ لاره یوازی د افغانانو ذلیل کول او افغانستان پاکستان ته د تل لپاره محتاجول دی او یوازی د پاکستان ارمانونه پوره کول چی یو شل شوټ افغانستان د پاکستان په دروازو کی د سوالګر په څیر ولاړ وی او د افغانانو برخلیک پرته له ذلت او رسوایۍ بل څه نه وی.

    د تالبانو دزور واکۍ نه روسته يی په خپلو سترګو وینو او د متقی سفر پاکستان ته ددوۍ د ذلت او غلامۍ یوه وړه بیلګه ده.

    افغانان باید پدی مشکلو وختونو کی یو بل ته لاس ورکړی او دبی وزلو او نادارو افغانانو لاس ونیسی او انشاءالله هغه ورځ لری نه ده چی ددې وحشت او تور جهالت تغر د افغانستان نه دتل لپاره راټول شی.

    باید ووایم چی افغانان لکه د فدرام په څیر د هغو ملی خاینانو نه چی په یوه او بله څیره ځانونه راښکاره کوی هیڅ ډول امید و نه لری او خپل برخلیک د ملی خاینانو او دجنت او دوزخ. ټیکه دارانو او قاکستانی جعلی ملایکو په لاس کی ور نه کړی.

  2. ښاغلی پدرام،
    ستا به ياد وي او يا نه، خو زه د سنګر د يو مجاهد په توګه چې مسعود لا له روسانو سره لومړنی درې مياشتېنی اوربند نه وو کړی، بلکې د دې هڅې روانې وې چې دغسې يوه معامله د هغه او د روسانو ترمينځ وشي. دستګير پنجشيري او د شمال ټلوالې نورو غړو ته به هم پته وي. استاذ رباني به هغه وخت ويل چې :
    ((من دوستاره دارم. ستارهء شرق و ستارهء غرب)).
    له شرق نه به يې موخه مسعود، بلکې هغه وخت د لغمان قوماندان طارق ډېر مشهور وو نه مسعود او له غرب نه به يې موخه تورن اسماعيل خان وو. همداسې په څېر پرديپالې څېرې چې چا يو ځای او چا بل ځای نيمه زده کړې وکړې او تاسې د ايران له قُم څخه پکې سترګې نړۍ وغوړېدې، نو سملاسي مو د طاهر بدخشي چې يو ستمی وو او د پښتنو ضد څېره وه لاره تعقيب کړه او ان د ښاغلي غني تر وروستۍ ورځې مو له هېڅ ډول نفاق او بدبختۍ لاس وانه خېست. همدا تاسې واست چې د ښاغلي عبدالله په شمول مو له پاکستانه د ټاکنو لپاره مرستې تر لاسه کولې. آی ايس آی خو تاسې بايد له طالبانو سره په دې اوسني نوي حکومت کې ورشامل کړی وای، خو دا کار يې ونه کړ. تاسې هلته د څه په تمه ورغلي وئ او څه ته يې غوښتي وئ؟ له تاسې خو چا هډو پوښتنه ونه کړه او هلته په همدې تمه وانتظار پراته واست چې يو څه به تر لاسه کړئ. ولې ايران ته نه تلې؟
    ښه شوی چې شينګر يې پرېښووې.
    ايا دا به درسته نه وي چې ووايو ((زموږ دواړه ګاونډيان زموږ د خاورې، خپلواکۍ، پرمختګ، سوکالۍ او د هويت غله دي))؟
    موږ خو هسې امريکا، چين او روسيه ملامتو، خو تر هغوی مخکې زموږ دغه دواړه ګاونډيان زموږ پټ وښکاره دښمنان دي او زموږ پر خلاف له هر چا سره هر ډول معاملو ته تيار دي. مخکې يې هم کړي دي، اوس يې هم کړي دي او بيا به يې هم کوي.

  3. هره ورځ په جلال اباد کې دیني عالمان، اهل حدیث مشایخ او سلفي مفسرین په ډیره بې رحمۍ سره حلالیږي، په دې مخکې موده کې قاري مزمل ورک و، نوموړی موږ سره د هجرت په دیار (جلوزو کیمپ) کې دیره و، ډیره تکړه عالم، حافظ القرآن و، او کوم خلک به چې ناروغه یا د جناتو نه په تکلیف و، هغوی به یې هم په قرآن کریم او نبوي سنت مطابق طریقې سره دمول، او ټولنې ته یې یو د خیر او علم سرچینه وه. نوموړی څو ورځې و، او وروسته بیا حلال شوی وموندل شو. دا کار طالبانو کړی دی، د طالبانو چې کوم قومندان امنیه دی هغه امر کړی دی، چې په جلال اباد کې دې هیڅ یو دیني سلفي / یا د امام شافعي مذهب والا عالم ژوندی پرینږدئ، دغه ټول داعش دی، د دوی مفکوره د داعشو ده، او سمدست یې حلالوئ. یوه ورځ مې په خپلو سترګو په کونړ کې ولیدل چې یو ټټار سره توره وه، او تیره کوله یې !!
    نو دا اوس یوه فتنه ده، چې د باجوه د ګینګسټرانو او د مولانا فضول شیطان د وسوسو ط ل ب علمانو لخوا د جهاد او ازادۍ په نامه ترسره کیږي. د افغانانو بې ګناه وینې توییږي، د نظام د سقوط نه وروسته په زرګونه کورنۍ د ویر په ټغر ناستې دي، جړا او فریادونه کوي، ډیری ځوانان لا درکه دی، تري تم کیږي، امارت په ختیځ کې یو ستر ظلم او بشري ناورین شروع کړی دی، او د بشر د حقوق فوق العاده نقض روان دی، رسنۍ سانسور دي، خو د ولسونو خولې څوک نشي تړلی ، او دا هره ورځ موږ وینو، اورو او خبریږو، او د زړه له درده من حیث یو افغان، یو مسلمان او یو ویښ ځوان دا زموږ فرض جوړیږي، چې د دغه مظلومو کورنیو په حق کې غږ پورته کړو . الله پاک دې رحم وکړي . آمین.
    او الله پاک دې افغانستان د پاکستان په لاس تربیه شوي غلامانو او ظالمانو نه آزاد کړي. الله پاک دې ریښتنې سوله او سوکالي په دې هیواد کې راولي. آمین.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب