چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+شيموس هېني

شيموس هېني

ليکوال: شفيق اميرزى
شیموس هېني د نړۍ په کچه مشهور لیکوال دی. هغه د ادبیاتو په برخه کې د نوبل د مهمې جایزې د ګټلو تر څنګ تقریبا د اروپا ټولې مهمې ادبي جایزې ګټلې دي. د ادبیاتو په برخه کې د نوبل د ګټونکو تر منځ یې مهمه ځانګړنه دا ده، چې ټول عمر یې د ادبیاتو په تدریس تېر شوی دی. د ادبیاتو په برخه کې د نړۍ له مهمو پوهنتونو څلور افتخاري دوکتوراوې لري. د هاروارډ او اکسفورډ په ګډون یې د نړۍ په مهمو پوهنتونونو کې د اوږدو کلونو لپاره ادبیات تدریس کړي دي. هغه د ایرلنډ مشهور لیکوال او شاعر و. شمیوس هم ادبي پنځونې کولې، ادبي مقالې یې لیکلې او ادبیات یې تدریس کول. د نوبل بنسټ هغه د نړۍ په ادبي تاریخ کې ځلانده څېره بللې ده.
شیموس هېني د شلمې پېړۍ له پیاوړو او ویاړلو شاعرانو ګڼل کېږي. نوموړي د خپلو ادبي فعالیتونو په لړ کې په ۱۹۹۵ کال کې د نوبل جایزه وګټله. د نوبل بنسټ نوموړی د ادبیاتو په برخه کې یوه ځلانده څېره وبلله او هغه ته یې د نوبل جایزې ورکړه په شاندارو مراسمو ونمانځله.
شیموس هېني د ۱۹۳۹ کال د اپرېل په ۱۳مه د ایرلنډ د شمالي- غربي سیمې په بلفاست ښار کې زیږېدلی دی. د نوموړي کورنۍ په بزګرۍ بوخته وه، ګڼه کورنۍ ګڼل کېده، د کورنۍ غړي ډېر وو او دی له اوږدو کلونو وروسته په دې کورنۍ کې لومړنی زیږېدلی ماشوم و. دی لا زلمکی و چې د پلار له نعمت بې برخې شو. تر ده مشر ورور یې هم په همدې کلونو کې ومړ. دې دواړو پېښو یې پر ژوند او ذهن خورا بد اغېز وکړ او د عمر تر پایه يې دا اغېز پر ذهن او فکر پاتې و. نوموړی د زده کړو پر مهال لایق او زیارکښ شاګرد و. پوهنتون ته بریالی شو. د بلفاست له کوینز پوهنتون فارغ شو او د انګلیسي ژبې په برخه کې یې د ممتاز محصل په توګه د لیسانس سند واخیست. دا چې هغه تکړه زده کوونکی و، نو په همدې پوهنتون کې بېرته د انګلیسي ادبیاتو د استاد په توګه وګومارل شو. باور دا دی چې هغه په دې موده کې د ځوانو لیکوالانو د روزنې په برخه کې ډېرې هڅې وکړې او د ځوانو ایرلنډي لیکوالانو روزنې او پالنې ته یې ادامه ورکړه. نوموړي یوازې تدریس نه کاوه، بلکې د تدریس تر څنګ یې لیکنې هم کولې، د ادبیاتو اړوند یې مهمې مقالې خپرولې او تر دې چې په ۱۹۶۳ کال کې یې د فلیپ هابز باوم ډلې پام ځان ته را واړاوه. دا د هغو لیکوالانو ډله وه، چې د نوښت ملاتړي وو، لیکوالانو ته یې د پرمختګ زمینې برابرولې او د دوی په وده کې یې هڅې کولې. په دې ډله کې ځوان شاعران او لیکوالان راټول شوي وو. دې بنسټ د هېني اړیکې له ډېرو لیکوالانو او ادبي بنسټونو سره پراخې کړې.
هېني په ۱۹۶۵کال کې له ماري دیولین سره واده وکړ. دیولین پخپله یوه پیاوړې لیکواله وه. دیولین هم مهمې لیکنې او څېړنې کولې. هغه تر ډېره د ادبیاتو په برخه کې لیکنې کولې، په ۱۹۹۴ کال کې یې د ایرلنډ د پخوانیو اسطورو او کیسو یوه ټولګه چاپ کړه، چې خورا مشهوره شوه. هېني بیا په خپلو فعالیتونو لګیا و تر دې چې په ۱۹۶۶ کال کې د مډرنو انګلیسي ادبیاتو د استاد په توګه په کویین پوهنتون کې وګومارل شو. په همدې کال یې لومړنی اولاد مېشل نړۍ ته راغی او یو کال وروسته د دویم زوی پلار شو.
هغه یوازې د ایرلنډ په پوهنتونونو کې نه؛ بلکې د نړۍ په نورو پوهنتونونو کې هم د تدریس دنده لرله. هغه له ۱۹۷۰ کال تر ۱۹۸۴ کال پورې د کلیفورنیا په برکلي پوهنتون کې د استاد دنده لرله او تر څنګ یې په کویین پوهنتون کې هم په تدریس او تحصیلي چارو کې برخه اخیسته. هغه د فرهنګ په برخه کې لسګونه مقالې خپرې کړې. په دې موده کې یې پراخې څېړنې وکړې او مقالې یې لیکلې. د ده مهمه ځانګړنه دا ده چې یوازې په شعر او تدریس اکتفا نه کوي؛ بلکې تر څنګ یې څېړنې هم کوي او مقالې هم خپروي. دی مخ پر بریا و، تر دې چې په ۱۹۸۱ کال کې په ایرلنډ کې د پنځو مهمو څېرو په کتار کې راغی. په همدې کال کې د امریکا په هاروارډ پوهنتون کې چې د نړۍ په کچه مشهور او د لومړۍ درجې پوهنتون دی، د تدریس مسوولیت ورسپارل کېږي. تر څنګ یې یوه افتخاري دوکتورا د فوردهام او بله افتخاري دوکتورا له کویین پوهنتون تر لاسه کړه. له دې وروسته له ۱۹۸۹کال تر ۱۹۹۴ کال پورې د برېتانیا اکسفورډ پوهنتون ته ځي او د پنځو کلونو لپاره دلته هم د انګلیسي ادبیاتو د استاد دنده تر سره کوي.
د دغه ایرلنډي لیکوال یوه مهمه ځانګړنه دا ګڼل کېږي چې پخوانیو اسطورو او افسانو ته یې ډېره پاملرنه کړې ده. نوموړي هڅه کړې چې په خپلو پنځونو کې پخوانۍ اسطورې معاصرې یا مډرنې نړۍ ته راکاږي او په خپلو اثارو کې یې نوی روح ور پو کړي. بله ځانګړنه یې دا ده چې انګلیسي ژبې ته یې خورا پاملرنه کړې ده. هغه په انګلیسي مطالعه کړې ده او په انګلیسي ژبه پنځونې لري. نوموړي معاصره او پخوانۍ نړۍ سره وصل کړې دي او ډېری نقادان په دې باور دي چې هېني د پسټ مډرنېزم غوره استازی دی. اثار یې واضح دي، پېچلتیا نه لري او معمولاً طبیعي منظرکشۍ لري. دی د روح او انساني مانا د کشف په لټه کې دی. هغه د طبعیت د لوړو ژورو او ښو او بدو په اړه دومره په زړه پورې لیکنې کولې، چې د عارفانو تر څنګ د کلیسا لارویان هم هغه د غوره الهامي اثارو په توګه لولي.
هېني پیاوړی لیکوال و، خو تر څنګ یې د خپلو خلکو درد هم لیدلو او د هغې د کمولو لپاره یې هڅه کوله. سره له دې چې نړۍ ته یې لیکوالي کوله؛ خو کله ناکله یې د ایرلنډ د خلکو لپاره هم لیکل کړي دي. هغه په ټوله کې د دې ملاتړی و، چې ایرلنډ د انګلیسانو له نفوذه خلاص هېواد وي او وګړي یې وکړی شي خپله ازادي ولري. له همدې امله یې د ځینو هغو ایرلنډیانو له کړنو ملاتړ کاوه چې دوی له انګریزي تسلط د خلاصون لپاره د تاوتریخوالي او زوریاتي لار غوره کوله. هېني به ویل، د برېټانیا د سیاستونو مخالف دی، خو انګلیسي ژبې او ادبیاتو ته په درنه سترګه ګوري. ده به له همدې امله په خپلو پنځونو کې د انګلیس پر نفوذ نیوکې کولې، لفظي بریدونه یې پرې کول. ده په داسې وخت کې چې پوره درې لسیزې په ایرلنډ کې ناارامي او تاوتریخوالی و، په ښه توګه د خپل هېواد د فرهنګ او ادبیاتو د ساتنې لپاره کار وکړ.
د هېني د شاعرۍ او لیکوالۍ یوه بله مهمه ځانګړنه بې پایه مینه او د مینې د ښکلو معقولو کارونه ده. دا هغه کار دی چې هېني هېڅ وخت نه دی هېر کړی. نوموړي د شمالي ایرلنډ د جګړې پر مهال په رسا ژبه لیکوالانو ته وویل، مه وېرېږئ، باید په پوره جرئت خپل قلم د سولې لپاره وکاروئ او وېره مو ختمه کړئ. هغه په همدې موده کې په ځلونو د ایرلنډ له سیاستوالو او جګړه کوونکو وغوښتل چې خپل ټوپک پر ځمکه کېږدي او د سولې لپاره هلې ځلې وکړي. نوموړی د سولې، مینې او ارامه ژوند ملاتړی و؛ خو تر څنګ یې د خپلو خلکو او هېواد د فرهنګ ساتل هم له سوله ییزو لارو مهم ګڼل.
یو وخت فیبر انډ فيبر مشهورو انتشاراتو د هېني د پنځوس کلن ادبي فعالیت ټولې پنځونې چاپ کړې. دغو انتشاراتو په خپله اعلامیه کې وویل، چې نوموړی د فرهنګ او ادبیاتو په برخه کې له اغېزناکو شخصیتونو او څېرو دی. دی د هغو ګوتې په شمار شاعرانو له ډلې دی، چې ناقدانو یې د شعرونو او پنځونو یوازې ستاینه کړې ده. همدا راز شمېرې او معلومات ښيي چې د هغه شعرونه په اوسنۍ دوره کې په انګلیسي ژبه کې تر بل هر شاعر ډېر لوستل شوي دي. د نوموړي شعرونه چې په ایرلنډ او نوره نړۍ کې مشهور دي او لوستونکي لري، د ډېرو جایزو ګټونکي شوي دي. په اروپا کې ډېرو ادبي انجمنونو د نوموړي د شعرونو ستاینه کړې او جایزې یې ورکړې دي. هېني یو وخت په خپله یوه وینا کې وویل، له شعر لیکلو خوند اخلي. دی وایي، له شعر لیکلو باید نور کسان هم خوند واخلي، د هغه په خبره، لکه خپل لاسونه همداسې تصور وکړئ او په خپل تصور کې دومره پیاوړي شئ چې ان په نیمه شپه کې لمر پر خپله سینه وګورئ.
دغه نوموتی ایرلنډي شاعر د یوه اثر له چاپېدو وروسته مشهور شو. ده چې کله په ۱۹۶۰ کال کې د «د یوه طبعیت پال مړینه» په نوم کتاب چاپ کړ، نو ورسره جوخت دی هم مشهور شو. د ادبي نقادانو او ادبي برخې د فعالینو پام يې ځان ته راواړاوه. همدې کتاب هېني ته ډېرې جایزې وګټلې. نورې ټولګې یې: د روح درجه، برخه او دایره او نور هغه شعرونه او ټولګې دي چې هېني چاپ کړې او مشهورې شوې دي.
د هېني په ژوند کې مهم کال ۱۹۹۵ و. په همدې کال هېني د نوبل جایزه ګټي. د نوبل کمېټې وویل چې د هېني په شاعرۍ کې ډېر مهم موارد دي چې د بشري فرهنګ لپاره زیاتونه بلل کېږي. په پنځونو کې یې ژوره ښکلا، اسطوروي برخې، لوړول، بیا ځلې روایت، د تېر ژوند معجزه ډوله انځور او نورې ښکلاوې هغه څه دي چې د هېني شاعرۍ او پنځونو ته یې ځانګړنه ورکړې ده. یو کال وروسته تر دې چې د نوبل جایزه یې وګټله، نو د ایرلنډ د سلطني اکاډمۍ د غړي په توګه وټاکل شو. هېني چې د نوبل جایزه وګټله، ایرلنډ ټایمز نشریې یې په اړه ولیکل: د کیسې او بیوګرافۍ په برخه کې که کتابونه ډېر پلورل کېږي، نو دومره غیر عادي خبره نه ده، خو که د شاعرۍ په برخه کې د یو چا کتابونه په زرګونه نسخې پلورل کېږي، نو دا په دې مانا ده چې شعر یې خورا پیاوړی دی او هغه کسان یې سخت تر اغېز لاندې دي چې موږ یې په غلطه عام وګړي بولو. له دې سره دا حقیقت باید هېر نه کړو، چې د هغه د شعرونو محبوبیت یې په خپل کمال کې نغښتی دی. هغه په ډېرو خلاصو سترګو، بهر نړۍ او طبعیت ته کتلي او په وړو دایرو کې یې اصلاً ځان محاصره کړی نه دی.
د نوبل تر ګټلو وروسته یې هم مهمې لاسته راوړنې لرلې. په ۲۰۰۲ کال کې پنسلوانیا افتخاري دوکتورا ورکړه، په ۲۰۰۳ کال کې هودیس پوهنتون افتخاري دوکتورا ورکړه او په همدې کال د ایرلنډ د کویین بلفاست پوهنتون د هغه د فعالیتونو او ادبي لاسته راوړنو په ویاړ د شیموس هېني په نامه د شعر او ادبیاتو یو مرکز جوړ کړ. هېني ډېرې جایزې ګټلې دي، په ۲۰۰۶ کال کې یې یوه اثر د ټي ایس ایلیټ جایزه هم وګټله. د زرین تاج، قلم، ای ام فورستر جایزې یې هم ګټلې دي. دغه پیاوړي شاعر په ۷۱ کلنۍ کې د «انساني سلسلې» په نوم یوه بله ټولګه هم چاپ کړه چې د شعرونو دې ټولګې یې د فوروارډ معتبره جایزه وګټله. نوموړي په ټوله کې انساني ژوند، د میندو او پلرونو تېر او راتلونکې او د ماشومانو، مېرمنو او خاوندانو پر ژوند او راتلونکې خبرې کړې دي.
شیموس هېني تر خپل مرګ وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې خپلې ټولې لیکنې چې په خپل لاس یې لیکلې وې، د ایرلنډ ملي کتابتون ته ډالۍ کړې. نوموړي د دې لیکنو د تحویل کولو پر مهال د ټوکې په انداز وویل، ایله په ایله چې په کور کې یې پنځوس کلنه ګډوډي پای ته ورسېده. ده زیاته کړه، د دې اثارو په تحویل هېڅ د پښېمانۍ احساس نه کوي، بلکې د غرور او تحسین احساس کوي. ده وویل، دا چې د سترو لیکوالانو د اثارو تر څنګ یې اثار اېښودل کېږي، ده ته ستر ویاړ دی. په پای کې د نړۍ دغه مشهور او پیاوړی لیکوال تر کلونو هڅو او ادبي پنځونو وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د اګست په دېرشمه په دوبلین کې ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب