جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د ژوند چاپېريال، نړۍ او موږ

د ژوند چاپېريال، نړۍ او موږ

اسمعيل لاروی/ پکتيا پوهنتون

د شلمې پېړۍ له دويمې نيمايي را په دې خوا په نړۍ کې د چاپېريال او کرنې په اړوند شديد او جنجالي بحثونه کېږي. اصلي مساله دا ده چې د ژوند امکانات ورځ تر بلې کمېدونکي او نفوس زياتېدونکی دی. فعلاً افغانستان انساني ژوند ته غير مساعد هيواد دی او په دې اړه اوږد بحث ته ضرورت ځکه نشته چې په ميليونونو کډوال پر نړۍ خواره دي او نور هم ور پر لارو دي. يوازې انسانان د ژوند له ناوړه شرايطو سره مخامخ نه دي بلکې دلته د طبيعت هره برخه له ستونزو او ننګونو سره مخامخ ده. ځنګلونه، څړځايونه او په ټوله کې طبيعي اکوسيستمونه له تزلزل او ويجاړۍ سره مخامخ دي او دا هر څه يو پر بل اغېزې ښېندي. په نړۍ کې شته ستونزو او ننګونو ته د ځواب موندلو هڅې کېږي او موږ جامد يو.

د جهان خلک بره وختل نور بره خېژي

پښتون بې غمه په کوهي کې پروت دی، نه را خېژي

دروېش دُرانی 

د شين کوريزو غازونو د را کمولو او چاپيريالي خطرونو او ننګونو د را کمولو او کابو کولو په موخه د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې د کاپ ۲۶ سرمشريزه او تړون وشو چې له مخې به يې د سکرو توليد را کمېږي او د شين کوريزو غازونو د را کمولو هڅې به کېږي، دا د ۲۰۱۵ زېږديز کال د پاريس د هوکړې يوه برخه ده چې د نړۍ زياتره هيوادونه پکې برخه وال دي، هدف دا دی چې تر ۲۰۳۰ زېږديز کاله پورې د کاربني غازونو کچه ۴۵ سلنه را کمه شي. دې پرېکړې ته په کتو ځينې غبرګونونه هم شته؛ ځکه د نړۍ صنعتي هيوادونه د ځمکې د کُرې په ګرموالي کې تر نورو زيات سهيم دي او بل لوری د افغانستان په څېر بېوزله او وروسته پاتې هيوادونه هم له دې تاثيراتو اغېزمنېږي چې د نړۍ په کچه يې د مضرو ګازونو په توليد کې سهم خورا کم دی. يوازې مضر غازونه د اقليمي تغيراتو باعث نه دي بلکې ګڼ مسايل شته چې بحثونه پرې وشي او را وسپړل شي، د نړۍ په کچه ځينې منافقتونه هم شته چې يادول يې خورا مهم دي، هغوی چې د ځمکې د کُرې په ګرموالي کې تر نورو بارز رول لري، هم دا چيغي وهي چې اقليم ناوړه لوري ته روان دی او له هغو هيوادونو سره چې دا بډايه هيوادونه ورسره د مرستې غږ پورته کوي، عادلانه او صادقانه مرستې نه کېږي چې دا تر ډېره د همدې بېوزلو هيوادونو تر کمزوري مديريت او د مرستو د جلب او پر ځای لګولو پورې هم اړه لري. 

يو بل مهم بحث دا دی چې له صنعتي هيوادونو بغير په بېوزله هيوادونو کې طبيعي زېرمې له ويجاړۍ سره مخامخ دي چې دا هم د نړۍ د اقليم په ناوړه بدلونونو کې پاموړ رول لري، دې مسالې ته هم ځواکمن هيوادونه او سازمانونه اخلاص نه لري، مطلب دا چې مرستې او همکارۍ يې يوازې تر کاذبانه فريادونو پورې محدودې دي. اصلي خبره دا ده چې موږ د خپل هيواد په اړه څه کولی شو؟ او څه بايد وشي؟

جرمني عالم ارنست هګل(Ernest Haekel) د اکولوژي Ecology اصطلاح لومړی ځل په ۱۸۶۹ زېږديز کال وکاروله، د دې يوناني ترکيبې ګړنې لومړۍ برخه (Oikos) د مسکن، کور، د ژوند بستر په مانا او (Logos) د علم او پوهې مفهوم لري. اکولوژي په لغوي لحاظ هغه علم دی چې د ژونديو موجوداتو اړيکې د ژوند له چاپېريال سره تحليلوي. د اکولوژي د علم په رڼا کې که د افغانستان په کچه د ژوند د چاپېريال شننه کېږي او په چاپېريال کې متقابلې اغېزې تحليلېږي نو يو متشدد بحراني حالت به تصور شي. 

د ژوند د چاپېريال د دې معقولې مقولې پر بنياد چې چاپېريال تر نورو هغوی زيات زيانمنوي چې ائينده ته کمه هيله ولري، دلته چې د ژوند امکانات تر نن او سبا محدود دي او اوږدمهاله ائينده ته اميدونه کم دي نو خلک تر نهايي حده طبيعي زېرمې لوټي او خپلې ورځنۍ اړتياوې ترې بشپړوي. هغه اړتياوې چې انسان يې له خپل طبيعت څخه پوره کوي، طبيعت يې د توليد توانايي نه لري، د بېلګې په توګه د يو کال په اوږدو کې يو ځنګل سل ټنه لرګی توليدولی شي او له دې ځنګل څخه هر کال د استفادې کچه يو سل او پنځوس ټنه ده نو معلومه خبره ده چې دا ځنګل به د کمې مودې په ترڅ کې ويجاړېږي، مجبور انسان به د ونو جرړې هم وباسي او ښايي مېوه لرونکې ځنګلي ونې هم د سون لپاره ووهي. 

ډاکټر محمد رضا اردکاني(۱۳۹۱) د اکولوژي په نوم اثر کې د جمعيت(نفوس) په اړه يو په زړه پورې بحث کړی دی، دی وايي چې د نفوس په اړوند د تراکم(Density) موضوع ځکه مهمه ده چې د چاپېريال زياتره اړخونه او کړنې اغېزمنوي. مطلب دا چې که نفوس زياتېږي يا کمېږي، په طبيعت او محيط کې يې اغېز جوت معلومېږي او ښه مثال يې انسان دی. موږ که د خپل هيواد د انساني نفوس برداشت کوو نو په زياتوالي سره يې په طبيعت کې ګڼ تاثيرات ليدل کېږي، د بېلګې په توګه اويا کاله وړاندې د هيواد نږدې نيمايي خاوره څړځايونو نېولې وه او اوس موږ خورا کمې ساحې د څړځای په توګه تعريفولی شو ځکه زياتره ساحې په کروندو او د اوسېدو په ځايونو بدلې شوېدي چې د طبيعت دا لويه برخه ویجاړه شوې ده نو اوس چې د هيواد په څړځايونو کې د وحشي ژويو کومې ځالې او پناه ګاوې وې، هغه ټولې ويجاړې شوې او دلته د ژونديو موجوداتو د نسلونو يوه لويه برخه د تل لپاره محوه شوې ده. ځنګلونه همداسې دي، د ځنګلونو له ويجاړۍ سره يوازې د ځنګلي ونو او بوټو انواعوې نه متضررې کېږي بلکې هغه وحشي ژوي چې په ځنګلونو کې اوسي، د تل لپاره يې نسلونه له ورکې سره مخامخېږي. همدا شان د طبيعت د دې او ورته نورو اجزاوو تخريب په چاپېريال کې متقابلې اغېزې لري، په دې سره د ځمکې شين پوښښ کمېږي چې د ځمکې د کُرې د ګرمېدو سبب کېږي، د اوبو هغه تنظيم چې د شنه پوښښ له سببه دی، غير منظمه بڼه غوره کوي او د استفادې وړ اوبو سطحه لاندې ځي، د خاورې تخريب ته زمينه برابرېږي، په اقليم کې په لويه کچه ناوړه بدلونونو ته زمينه برابرېږي او په ټول طبيعت کې همداسې نورې ناوړه پېښې خپله لمنه غوړوي چې ټول طبيعت زيانمنوي او په همدې طبيعت کې انسان د زيانونو او تباهيو په محراق کې واقع دی. 

په يو جغرافيايي واحد کې د ژونديو موجوداتو د يوې نوعې شتون نفوس او همدې تراکم ته په کتو په محيط کې تغييرات هغه مسايل دي چې د اهميت وړ دي، پاول کلاول(Paul Claval) په دې اند دی که د ژونديو موجوداتو لپاره پخپل چاپېريال کې د ژوند اړتياوې پوره نه شي نو د لېږد را لېږد د وسايلو په مټ له نورو سيمو د اړتيا وړ توکي تر مطلوبې ساحې رسول کېږي خو حقيقت دا دی چې ځينې اړتياوې د بلې سيمې په توليداتو هم نشي پوره کېدلی، دا موضوع د يو څه شاربلو وړ ده؛ فرض کړئ چې په افغانستان کې خوراکي توکې کم دي. غنم، وريجې، جوار… به له ګاونډيو هيوادونو راوړل شي، لومړۍ پوښتنه خو دا ده چې د دې شته نفوس د خوراکي توکيو اړتيا نور هيوادونه يا نورې جغرافيايي محدودې پوره کولی شي او که نه؟! دا مهال د منځنۍ اسيا له هیوادونو غنم او نور خوراکي توکي افغانستان ته راوړل کېږي خو يو وخت داسې هم ممکن دی چې په دې هيوادونو کې هم خوراکي توکې د همدې هيوادونو د نفوسو لپاره بسنه نه کوي نو بيا به افغانانو ته څه ورکړي؟ ايا د نورو هيوادونو دا توليدي توکې موږ په خپل هيواد کې په مناسب قيمت تر لاسه کولی شو؟ ايا همدا قيمت پوره کولی شو؟ دا او نورې هغه پوښتنې دي چې فعلاً ورته هيڅ ځواب نشته. بله مهمه مساله دا ده چې په طبيعت کې د ځينو تغيراتو جبران په هيڅ ډول نشي کېدی، دا په دې مانا چې ګاونډي هيوادونه يا نوره نړۍ هم نشي کولی چې زموږ ويجاړ طبيعت راورغوي، د بېلګې په توګه د کابل چټله هوا خو له نورو هيوادونو سره تبادله کېدلی هم نه شي، يا د استفادې وړ اوبو سطحه چې لاندې ځي نو دا ستونزه خو په پيسو هم نه هوارېږي، دا او زرګونه نور مسايل شته چې نور هيوادونه او نور خلک يې په اړه له موږ سره هيڅ مرسته نه شي کولی. په داسې ناوړه شرايطو کې چې هم په هيواد کې د جنګ اور نه سړېږي او هم ساينسي علومو ته د ودې زمينې نه برابرېږي او هم د ژوند امکانات د نشت برابر دي نو اخېر به څه کېږي؟! افغانان چې په کومه جغرافيه کې اوسي او په همدې جغرافيه کې له دې زياتېدونکی يو بل نسل او له هغه وروسته بل او بل نسل را روان دی، څه کول په کار دي؟ يوازې او يوازې تدبير او تعقُل. 

د ژوند په چاپېريال کې د پېښو د کنترول په اړوند دوه تګلارې شته: ۱ ) Pro – active approach: په چاپېريال کې د يوې ناوړه پېښې له رامنځته کېدو څخه وړاندې د همدې پېښې يا ناورين مخنيوی دی. دا تګلاره ځکه غوره ده چې لګښت کم پرې کېږي او مخکې له دې چې په طبيعت يا چاپېريال کې ستونزې او ننګونې رامنځته شي يا حالت بحراني شي چې دا ډول وضعيت طبعاً د ويجاړيو او زيانونو ملګری وي. په طبيعت کې د پېښو په اړه مخکيني تدابير د ثبات رامنځته کېدو باعث کېږي. ۲ ) Reactive approach: د ژوند په چاپېريال کې د يوې پېښې د جريان پر مهال کنترول دی. په چاپېريال کې د ناوړه پېښو د کنترول د دې دوو تګلارو په اړه به يو مثال راوړو. هغه سيمې چې ورښتونه پکې چټک، شديد او ناڅاپي وي، د سېلابونو له ځبل کېدو سره مخامخېږي. اوس که په دې ډول ساحو کې د سېلابونو له راتګ وړاندې تدابير ونيول شي، ځنګلکاري وشي، د اوبو د مسير لارې خلاصي شي، پلونه او استنادي دېوالونه جوړ شي، د ځمکې شين پوښښ زيات شي … نو دا د طبيعي پېښو پر وړاندې مخکيني تدابير دي چې طبعاً ګټور ثابتېږي، په همداسې سيمو کې چې د سېلابونو وېره محسوسېږي نو که دا ډول تدابير ونيول شي، ګټور ثابتېږي که چېرته همدا تدابير ونه نيول شي او يا انسان له طبيعي تقاضو خلاف چارې تر سره کړي، ځنګلونه ووهل شي، شنې ساحې په کرنيزو ساحو او اوسېدنځايونو بدلې شي، د اوبو مسير معلوم نه وي نو طبيعي ده چې د ورښتونو پر مهال به سېلابونه په يو طبيعي ناورين اوړي، کلي او بانډې او آن ښارونه به زيانمنوي. 

نړۍ په يو بل مسير او موږ په بل مسير روان يو، طبيعت هم بېلې تقاضې لري او موږ هم بل ډول يو نو دا ټول تضادات دي او دا تضادات د شديدو بحرانونو اعلانونه کوي نو موږ د دې ليکلو په پای کې ځينې وړانديزونه کولی شو، که ګوندې حاکم نظام او خلک پرې غور وکړي: 

۱ ) د هيواد په داخل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چاپېريال ساتنې رياستونو فعاليتونه پيل کېدل او له نړيوالو معيارونو سره برابرېدل به دې ته زمينې برابرې کړي چې خلک حد اقل راتلونکې ته هيله من شي؛ 

۲ ) د کرنيزو سيستمونو پياوړتيا او په دې برخه کې د نړيوالو مرستو غوښتنه او مديريت به له دې سره مرسته وکړي چې د چاپېريال ټيکاو رامنځته شي؛

۳ ) د هيواد په داخل کې د داسې رسنيزو فعاليتونو پيلېدل چې د طبيعت او چاپېريال په اړه د عامه پوهاوي رسولو چاره مخته يوسي؛

۴ ) په ملي کچه د څېړنو، ژباړو او تاليفاتو داسې سازمانونه او ادارې رامنځته کول چې په اړوند برخه کې د شته تياريکيو لمنه وڅيري؛

۵ ) په لويه کچه د طبيعي زېرمو د ملکيت ستونزې هوارول؛

۶ ) د خپل سريو کيندنو، ښکار، قاچاق، غصب… مخنيوی؛

۷ ) په کرنيزو ساحو کې له معاصرو او موثرو وسايلو او موادو څخه استفاده…

ځينې نورې مسايل هم شته چې بايد ياد شي، د بېلګې په توګه په کرنيزو ساحو کې د مضرو کيمياوي موادو کارول يا هغه اهداف چې په نړيواله کچه د پايښت لرونکې کرنې لپاره غوره شوي دي، د هغو تعقيب او ورته د رسېدلو لپاره عملي چارې تر سره کول نو دا زښته اوږده بحثونه دي خو تر ټولو مهمه دا ده چې حاکم نظام بايد د اوږدمهاله راتلونکې لپاره پلانونه ولري، هغه سيستمونه چې پر کرنه او طبيعت باندې اغېزې لري، فعالول او فعاليتونه يې معياري کول خورا اړين دي او هغه ټکنی مزل چې په تېر کې پيل شوی و، د نيمګړو چارو يې تعقيب او رغاوی مهم دي. 

خلک وزګار دي، وږي او بې وسه دي نو کرنه او د طبيعي زېرمو مديريت دې ته زمينه برابروي چې هم خپلې منابع وساتو او هم پخپل کور کې وږيو او ناچاره انسانانو ته د ژوند زمينې برابرې شي، بله مهمه مساله دا ده چې د سکاټلنډ د سرمشريزې د هوکړې مطابق هغو مرستو ته هم چمتوالی لازمي دی چې بډايه هيوادونه يې له بېوزلو سره کوي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب