سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد پښتنو هویت او فرهنګ ته د ایران د پخواني سفیر سپکاوی

د پښتنو هویت او فرهنګ ته د ایران د پخواني سفیر سپکاوی

تاند (۴ شنبه، د حمل ۲۸ مه) په کابل کې د ایران پخواني سفیر ابوالفضل ظهره‌وند په یوه ویډیویي مرکه کې په ډېره سپکونکې ژبه پښتانه په « بې فرهنګۍ» او « بې هویتۍ» تورن کړي دي.

نوموړي له یوه ایراني یوټیوب چینل سره د مرکې پر مهال ادعا کړې، چې ګواکې پښتانه د خپل هویت او فرهنګ په اړه څو جلده کتابونه نه لري.

هغه په دې مرکه کې په سپکوونکي ډول زیاته کړې، چې د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې میلیونونه پښتانه د پاکستان په فرهنګ او هویت کې مدغم او هویت لرونکي شوي او د دې غاړې پښتانه پرته له دې چې ځان د ایران په فرهنګ کې مدغم یا ورڅخه تقلید وکړي، بله چاره نه لري.

دغه ایراني دیپلومات په خپلو متضادو څرګندونو کې په ورته مهال، بلوڅان د ایران اصلي استوګڼ ګڼلي او ویلي، چې یوه برخه یې د انګرېز په دسیسه د افغانستان او بله برخه د پاکستان اړوند شوي.

ظهره وند، د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې د بلوڅانو په اړه زیاته کړې، چې پاکستان خپله د څو لسیزو تاریخ لري او نه شي کولای، بلوڅان په خپل هویت او فرهنګ کې ورګډ کړي؛ هغه څه چې ده په خپلو متضادو خبرو کې د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې پښتنو په اړه ممکن ګڼلي.

نوموړي په دغو څرګندونو کې پښتانه د طالبانو په پلوۍ تورن کړي او ویلي، چې د لومړي رژیم پر مهال یې هم پخواني خلقیان له ږیرې پرېښودو سره د طالبانو په پیلوټانو او مدافعانو بدل شوي وو او اوس هم د دوی د رژیم ملاتړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د ایران د دغه پخواني سفیر په اړه کوم اعتراض او غبرګون نه دی څرګند کړی.

ایراني دیپلوماتانو او څېړونکو تر دې مخکې هم د افغانستان او خاصتاً د پښتنو د تاریخ، هویت او ارزښتونو په اړه ورته سپکوونکې څرګندونې کړي، خو په عین حال کې یې د سید جمال الدین افغان په ګډون د افغانستان پر ګڼو مشاهیرو او تاریخي ویاړونو د دعوې او ډاکې اچولو هڅې کړې دي.

دی تقریباً ټوله دنیا د پښتنو په ملاتړ تورنوي خو دلیل یې نه څزګندوي او وايي چې هم روسان او هم امریکایان د پښتنو ملاتړ کوي.

1 COMMENT

  1. جناب احمد شاه ابدالی هم پشتون بود که از سر تاج ملکه یی شاه ایرانی الماس کوه نور را ګرفت یادت میآید؟ برو تاریخ را مطالعه کن میرویس خان صفویان ایرانی را تا اصفهان به عقب زدند. ګم شو اولاد صیغه یی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب