سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو پر پیل د بې...

د افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو پر پیل د بې پولې ډاکترانو اندېښنه

د بې پولې ډاکترانو ټولنې له پاکستان څخه د افغان کډ‌والو د ایستلو د دوهم پړاو د پیلېدو په اړه اندېښنه وښوده.

دې ټولنې پرون (سې شنبې) وویل، د هغو افغانانو په اړه جدي اندېښنه لري چې له پاکستان څخه ایستل کېږي.

د دې ټولنې په وینا، اکثره افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې دي او له بلې خوا له بېوزلۍ څخه په داسي حال کې کړېږي چې په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه لګول شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ښځې او نجونې له کار او له شپږم ټولګي پورته زده کړو منع شوي دي. دا په داسی حال کې ده چې د څو لسیزو جګړو له کبله ډېری ښځې د خپلو کورنیو د معشیت مسولیت په غاړه لری.

پاکستان د اپریل په ۱۵ مه د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو رسماً پیل کړ. د پاکستان له دې پرېکړې سره سم به څه کم ۸ لکه کارت لرونکي (ACC) افغان کډوال له پاکستان څخه وایستل شي.

د دغو کډوالو په منځ کې ګڼ شمېر هغه افغان کډوال هم شامل دي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پاکستان ته په دې تمه کډوال شوي چې له دغه هیواده به درېمګړي هیواد ته ځي.

پاکستان د تېر کال په اکتوبر کې، په داسی حال کې چې په افغانستان کې سخت ژمی و، ۵ لکه ۳۶ زره بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته په زوره واستول.

د ګڼو کتونکو په باور د پاکستان هدف دا و چې په سخت ژمي کې پر افغانستان فشار راوړي. د هغه تصور خلاف چې ډېری ستانه کړای شوي کډوال به د بې کورۍ او بد اقصتادي وضعیت له کبله له ژونده بې برخې شي، داسي کوم راپور نه دی ترلاسه شوی چې هیواد ته راستانه شوي کډوال دې له کوم ناورین سره مخامخ شوي وي.

د پاکستان اوسنۍ پرېکړه هم پر افغانستان له فشار سره بې ارتباطه نه ګڼل کېږي. پاکستان تېر ځل هم افغان کډوالو ته موقع ورنه کړه چې خپلې شتمني وپلوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب