سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهاسراییل وايي، پر ایران برید کوي، ایران وايي، بې ځنډه به سخت...

اسراییل وايي، پر ایران برید کوي، ایران وايي، بې ځنډه به سخت ځواب ورکړي

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۷ مه) د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ایران حملو ته به ځواب ووايي او د دې ترڅنګ د ایران پر ضد دیپلوماتیکو هلوځلو ته دوام ورکوي.

د اسراییل حکومت د نړۍ له ۳۲ هیوادونو غوښتي چې د ایران سپاه پاسداران تروریستي ډله اعلان کړي.

د ایران ولسمشر د اسراییل د احتمالي برید د اعلان په ځواب کې ویلي چې پر ایران هر ډول برید ته به بې ځنډه عکس العمل وښيي او دا وار به یې ځواب خورا سخت وي.

ولسمشر ابراهیم ريیس دا خبره څو ساعته وروسته له دې وکړه چې د اسراییل د پوځ لوی درستیز په زغرده وویل چې د ایران د سپاه پاسداران حملې ته به ځواب ووايي.

د امریکا په شمول د اسراییل لوېدیځو متحدانو له دغه هیواده غوښتي چې د ایران حملو ته ځواب ونه وايي.

د ایران د وسله وال ځواک ویندوی ابوالفضل شکارچي هم ویلي چې د ایران پوځ به دا ځل اسراییل ته تر مخکیني ځل کلک ځواب ورکړي.

د ایران لوی درستیز علي بافري هم د خپل هیواد دولتي تلویزیون ته ویلي چې د اسراییل حملې ته به په یوه ثانیه کې ځواب ووايي او دا وار به ۱۲ ورځې مهلت ورنه کړي.

د ده اشاره د سوریې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل له حملې ۱۲ ورځې وروسته پر اسراییل د ایران حملې ته وه.

یو شمېر هیوادونه باور لري چې اسراییل په لوی لاس له ایران سره لانجه د دې لپاره کوي چې له غزې او هلته له بشري ناورینه پام په بله واړوي.

له بلې خوا سي این این د دوو امریکايي چارواکو په قول ویلي چې امریکا هیله لري چې پر ایران د اسراییل ځوابي برید به محدود وي.

د پیسو نړیوال صندوق نن خبرداری ورکړ چې سیمې ته د ایران او اسراییل د جګړې پراختیا به د نړۍ اقتصاد ته منفي پایلې ولري.

د دې صندوق د کارپوهانو په وینا، د ایران او اسراییل د جګړې په صورت کې به د تیلو بیه ۱۵ سلنه ډېره شي او ورسره به په نړۍ کې انفلاسیون نور هم ډېر شی.

پر اوکراین د روسیې د حملې له کبله هم په نړۍ کې انفلاسیون په بې ساري ډول لوړ شو.

ځینې شنونکي وايي، ممکن اسراییل پر ایران مسقیم برید ونه کړي او د مخکیني برید په شان د سیمې په هیوادونو کې د ایران دیپلوماتیک مرکزونه په نخښه کړي.

1 COMMENT

  1. د غزی د ۳۴۰۰۰ بی ګڼاه ملکی خلکو وحشیانه وژنه او شکنجه باید دنیاوال د یاده ونه باسی.
    اسراییل باید په دغه خبرو د نړی مخ بل خواته ونه ګرځوی.
    د ایران او اسرایل لانجی او خبری اوږدی دی، خو لمړی د غزی د مظلمو خلکو غم او درد ته مخه کړی.
    که نه ټول هیوادونه او نړیوال دیی د بشرحقوقو څانګه او کلیمه د خپل قانون او قاموس څخه پاکه او حذف کړی.

    د اسرایل او ځینی ملګرو یی دا ارمان وه چه داسی موقع پیدا شی چه مونږ د ایران اتومی تاسیسات او د توغندیو د جوړولو فابریکی ختمی کړو.
    د اسرایلو نماینده تیره ورځ د ملګرو ملتو په غونډه کی ښکاره کړه که د ایران د ۳۰۰ توغندیو مخه نه وای نیول شوی نو دوی په دغه توغندیو سره ټول اسرایل ختمول، او دا یی هم اشاره وکړه چه دوی کیدایشی په بل واری اتوم بمب هم زمونږ په خاوره وغورځوی.
    نو باید اوس مونږ بیدار اوسو او د ایران په هر ډول خبرو او وعدو باور ونکړو. اوس زیادتره اسرایلین په ديي باور دی چه ترڅو پوری د ایران ټول اتومی تاسیسات او د توغندیو او درون جوړولو فابریکی مونږ له مینځه نه وی ختمی کړی نو د اسرایل خلک به په آرمه ژوند او خوب ونکړی.
    په هر صورت دا د دوی خبری دی، خو د نړی بشردوستان باید د غزی د ملکی خلکو غمیزه د یاده ونباسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب