سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهاکثره اسراییلیان ایران ته د ځواب ورکولو مخالف دي

اکثره اسراییلیان ایران ته د ځواب ورکولو مخالف دي

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۷مه) اسراییلیان د ایران حملو ته د ځواب ورکولو پر سر په خپل منځ کې سره وېشلي دي.

د یورو نیوز د راپور له مخې، د یوې سروې یا نظرپوښتنې پر اساس، په سلو کې ۵۲ اسراییلیان باور لري چې باید اسراییل پر ایران ځوابي برید  ونه کړي او روانه شخړه پای ته ورسوي، خو ۴۸ سلنه نور وايي چې که شخړه او کړکېچ نور هم پراخیږي، اسراییل دې پر ایران ځوابي برید وکړي.

د ایران له بریدونو وروسته د اسراییل کابینې تراوسه پورې دوه ځلي په دې اړه غونډه کړې چې ایا ایران ته ځواب ووايي او که نه. دا کابینه به نن د درېیم ځل لپاره غونډه وکړي.

یوه اسراییلي چارواکي ویلي دي چې په نننۍ غونډه کې به د اسراییلو پر خاوره د ایران د لومړني مستقیم برید په اړه بحث وشي. په همدې حال کې پر اسراییلو د نړیوالو فشار هم په زیاتېدو دی چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له پراخولو څخه ډډه وکړي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هیرزي هالېوي تېره شپه وویل چې د اسراییل په لور د ایران د څه باندې ۳۰۰ کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې ته به ځواب ورکړل شي. ده ونه ویل چې څنګه ځواب به ورکړل شي.

له بلې خوا د ایران مشر علي خامنه يي اسراییل ته خبرداری ورکړ  چې که پر ایران یې برید وکړ، بد ګوزار به ورکړي.

له بلې خوا امریکايي رسنۍ وايي چې اسراییل پر ایران محدوده او بې مرګ ژوبلې حمله په پام کې لري.

د امریکا په شمول اکثرو لوېدیځو هیوادونو له اسراییل څخه غوښتي چې د ایران حملې ته ځواب ونه وايي او کړکېچ نور پراخ نه کړي.

په همدې حال کې ځینې وايي چې اسراییل غواړي چې د نړیوالو پام له هغو اقداماتو په بله واړوي چې اسراییلي پوځیانو په غزه کې کړي دي.

د اردن د باندنیو چارو وزیر ایمن الصمدي نن (سې شنبې) وویل چې نړیواله ټولنه باید د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو  د هغې هڅې مخه ونیسی چې له غزې څخه د پام اړولو لپاره یې کوي.

د ملګروملتو تحقیقاتي کمیسیون، چې د بشري حقونو سرغړونې څېړي، نن اسراییل تورن کړ چې پر اسراییل د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې د حملو د قربانیانو د شواهدو په راټولولو کې خنډونه پېښوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب