سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهطالب چارواکو سره د خپلو لیدنو په اړه د یو شمېر اروپا...

طالب چارواکو سره د خپلو لیدنو په اړه د یو شمېر اروپا مېشتو افغانانو توضیحات

تاند (۳ شنبه، د حمل ۲۷ مه) له اروپایي هېوادونو څخه کابل ته یو شمېر  تللو افغانانو له ځینو طالب چارواکو سره د خپلو لیدنو په تړاو توضیحات ورکړي.

دغو افغانو له کابله په خپره کړې یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، چې د نجونو د زده کړو ملي کمپاین او یو شمېر بهر مېشته هېوادوالو د ګډې جرګه ګۍ له ادرسه یې د طالبانو یو شمېر چارواکو سره لیدلي.

د دغو افغانانو په اعلامیه کې چې یوه کاپي یې تاند ته استول شوې، راغلي: « د نجونو د زده کړو ملي کمپاین د غړو او ګڼ شمېر هېوادوالو له بیا بیا غوښتنې سره سم د اسلامي امارت له مشرانو سره د خبرو لپاره یوه دولس کسیزه جرګه ګۍ جوړه شوه او کابل ته ورسېده، چې تر اوسه یې له یو شمېر مشرانو سره کتنې کړې او هڅه روانه ده چې له نورو مشرانو سره هم وګوري.»

په اعلامیه کې وړاندې راغلي: د دې جرګه ګۍ د خبرو اصلي ټکي دا دي:

– د نجونو پر مخ د زده کړو د تړلو دروازو پرانیستل

– په هېواد کې د یوه ټولمنلي نظام او مسلکي حکومت رامنځته کېدل
– د هې

د هېوادوالو اقتصادي ستونزو او د افغان مهاجرینو کړاوونو ته رسيده ګي

سرچینې دا هم ویلي:د جرګه ګۍ غړي خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د خپلو کتنو په ترڅ کې یې په بشپړ مسئولیت او امانت دارۍ سره د دوی غوښتنې، هيلې او اندېښې تر چارواکو رسولي او په راتلونکو کتنو کې به هم خپل ملي او اسلامي مسئولیت ترسره کوي.

د یادې اعلامیې په پای کې راغلي: د جرګه ګۍ غړي به ان شاءالله د خپل سفر په پای کې د خپلو کتنو تفصیلي معلومات او نتایج له هېوادوالو سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغو افغانانو پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي وو.

د مولوي کبیر دفتر د دغې لیدنې په اړه ادعا کړې، چې له اروپا ورغلو افغانانو د دوی رژیم څخه ملاتړ کړی او په اروپا کې یې د په رسمیت پېژندلو لپاره د کمپاین ډاډ ورکړی.

طالب چارواکو سره د لیدلو دغو افغانانو له اعلامیې ښکاري، چې دوی داسې خبرې نه دي کړي.

1 COMMENT

  1. تر ټولو مخکې له فرانسې ډاکټر محمد عثمان رستار تره کی له حفيظ الله پيرزاده او داسې نورو سره ورغلی وو او تره کي خو ان له هبت الله سره هم مخ په مخ کتلي وو چې له هغه يې سترګۍ اخېستې نه وې، خو له پيرزاده يې هغه سترګۍ هم اخېستې وې او د ښوونې او روزنې او د نجونې د ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصېدو په تړاو يې ورسره کتلي وو او خبرې يې ورسره کړې وې او نسبي ژمنه يې ورکړې وه چې موږ به له خپلو ځينو نورو دوستانو او مشاورينو سره هم پرې خبرې او مجلس وکړو او تاسې ته به هم ژر خبر درکړو، خو تر ننه هغه خبر معلومه نه شو چې څنګه شو؟
    هغه د اروپا ټيم هم بيرته راغی چې داسې لږ بړوس او ماڼيجن شانته ښکاري، خو په ښکاره څه نه وايي. اګر چې يوه مرکه يې په دعوت کې شته چې اوس يې ترې لږ واټن اخېستی دی.
    تره کي خو ان شل کاله له طالبانو نه په پاريس کې د مقاومت په نوم ننګه وکړه، خو دغه يوه خبره يې هم د ده ونه ومنله، نو د دې هيئت به څه ومني؟
    د طالب واک د بل چا په لاس کې دی او تر څو چې له هغه شا ته کپتان سره يې خبرې ونه شي، نو له دې ليدنو څه جوړيږي.

    https://dawatmedia24.com/?p=157281

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب