سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهطالبانو د دوو تلویزیونونو خپرونې موقتاً بندې کړې

طالبانو د دوو تلویزیونونو خپرونې موقتاً بندې کړې

تاند(سې شنبه، د حمل ۲۷ مه) د طالبانو د حکومت د رسنیو د سرغړونو کمیسیون نن اعلان وکړ چې د بریا او نور تلویزیونونو خپرونې یې د ملي او اسلامي ارزښتونو د سرغړونې په خاطر په موقتي ډول درولي دي.

د دغه کمیسیون یوه غړي حفیظ الله بارکزي وویل چې د دغو دوو تلویزیونو خپرونې د موقتي بندولو پرېکړه په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وشوه.

نور تلویزیون په ۲۰۰۷ م کال او بریا بیا په ۲۰۱۹ م کال په کابل کې خپرونې پیل کړې.

د دواړو تلویزیوني چاینلونو مسوولانو تراوسه پورې د رسنیو د تخلف د کمیسیون د پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

کمیسیون هم د نور او بریا تلویزیونونو د سرغړونو په اړه ډېر جزییات څرګند کړي نه دي. خو بریا تلویزیون تر دې یوه ورځ وړاندې پر خپله یوټیوپاڼه کې د حکمتیار هغې لیدنې کتنې خپرې کړې وې چې د اختر په شپو ورځو کې یې له خلکو سره کړې وې.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې چې طالبان واک ته رسیدلي، ډېرو رسنیو د مالي ستونزو، د طالبانو د فشار او سانسور او یا له طالبانو سره د اختلاف له امله خپرونې درولي دي.

طالبانو پر ګڼو نورو رسنیو، چې په بهر کې فعالیت کوي، سانسور یا بلاک کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب